Jan 27, 2021 06:30 Asia/Kabul
  •  ۹۹اقتدار سترې مانورې د ایران عملیاتي مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل

ددغې مانورې یوه مهمه موخه ، دمانورې سیمې ته د هیواد له مختلفو سیمو د ځواک چټک ځاي په ځاي کول وو ، چې د هوائي ځواک په مرستې سره په بریالیتوب سره ترسره شوي دي .

زمونږخبریال راپورر اکړ  د ایران د اسلامی جمهوریت  دپوځ لوي درسیتز سردار عبدالرحیم موسوي  پرون د  ۹۹ اقتدار نومې مانورې   دترسره کیدا په باب  چې د جنورۍ په ۱۹  او ۲۰ نیټه  د مکران په سواحلو کې ترسره شوي ،  ووئیل ،  ددغې مانورې  یوه مهمه موخه ،  دمانورې سیمې ته د هیواد له مختلفو سیمو  د ځواک  چټک ځاي په ځاي کول  وو ، چې  د  هوائي  ځواک په مرستې سره  په بریالیتوب سره ترسره شوي دي .

  سردار موسوي زیاته کړې ، د عنوان شوو دستورالعملونو په اساس په دغې مانورې کې  برابرې شوي سناریوګانې ، په مرحلې مرحلې سره  په بریالیتوب سره اجرا شوي اوپه کلي توګه   موخو ته په رسیدا کې د ځواک  روحیه او مهارتونه مثبت ارزول شوي دي .

 د ایران دپوځ لوي درستیز وئیلی دي ، په دغې مانورې کې  له سمندر، هوا  سواحلو ته او له سواحلو  سمندر  ته رسیدل او مشقونه په بریالیتوب سره ترسره شوي او همدرااز  په اوبو کې کوځیدل  او د لمبوزنو په وسیله د سمندر ژور ته  دعملیاتو دترسره کولو په خاطر رسیدا ،  او دغه راز له مخکې ټاکل شوي ټارګتونو ترلاسه کول  او داسې چې  په ساحل کې  ځيني سیمې ونیول شي  او له پراخې شي  او  خپل قدرت  اومورچلې لاپیاوړي شي ،   ټول هغه موردونه وو چې  په دغې مانورې کې  په ښه او خوښ ډول ترسره شوي دي، چې د اسلامی ایران  اقتدار او قدرت ئې یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړی دی .

 

ټیګونه