د افغانستان سوله د درستو ډلو ټپلو په رول لوبولو سره ممکنه ده
د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو ډلې سیاسی پلاوی پرون سهار تهران ته راغلی چې د ایران دخارجه وزارت مسئولانو ئې هرکلی کړی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي سعیدخطیبزاده پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې تهران ته د طالبانوډلې د لوړپوړي پلاوي دسفر موخه ، په افغانستان کې دسولې دبهیر په باب خبرې اترې بللي او وئيلي ئې دي ، باثباته افغانستان او په دغه هیواد کې دسولې آو آرامښت پوره کیدا د ایران داسلامی جمهوریت یوه ژوره او جدي غوښتنه ده .
د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو ډلې سیاسی پلاوی پرون سهار تهران ته راغلی چې د ایران دخارجه وزارت مسئولانو ئې هرکلی کړی .

ایران پریس خبری آژانس هم راپور ورکړی، خطیب زاده تهران ته د طالبانو ددغه پلاوي د سفر د جزیاتو په باب وئيلي دي ، د افغانستان په باب دایران دریځ هیڅکله هم دامریکا له دریځ سره اړونده نه دی ، هغه که د ټرمپ په کرغیړن پړاؤ کې وو او که په اوسني پړاؤ کې ، ایران تل یو خپلواکه سیاست تعقیب کړ ی دی .
خطیب زاده ددې خبرې په کولو سره چې په افغانستان کې تل پاتې سولې ته درسیدا بهیر په باب به د طالبانو ډلې له سیاسی پلاوي سره کوټلي خبرې او بحث وشي ، هیله ښودلې ، داسې شرئط برابر شي ،څو د یوه باثباته او آرام افغانستان کتونکي شو او ددغه هیواد ولس له قومي ،مذهبی او ګوندي مسئلو لیرې د یوه بل تر څنګ ژوند وکړي .
د ایران د خارجه وزارت ویندوي په دې خبرې په ټينګار سره چې دبیلابیلو افغان لورو او ډلو ټپلو ترمینځ خبرې اترې ،په افغانستان کې د سولې دساتلو لپاره یوازینۍ حل لاره ده وئیلي دي ، امریکا هم بله چاره نه لري ، له دې پرته چې په افغانستان کې دلاسونې او تیریو کلونه ختم کړي او په ژمنتیا او مسئولانه وتلو سره دهغو کړاؤنو پيټی چې د سیمې په ملتونو ئې تپلی دی ،کم کړي .
داپه داسې حال کې دي ،چې په تهران کې د افغانستان سفارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزارت تهران ته د طالبانو ډلې دسیاسی پلاوي له سفره دافغانستان خارجه وزارت خبر کړی او په دې اړه ئې ورسره مشورې کړي دي .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان په چارو کې د اسلام ایران د خارجه وزیر ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان هم دخپلو سلامشورو په دوام کې پرون د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا له مشر عبدا...عبدا... سره خبرې اترې وکړې .

په دغو خبرواترو کې د افغانستان د سولې دبهیر ارزونه او د ډ يپلوماټيکو حل لارو په وسیله یوه تل پاتې ثبات ته رسیدا وارزول شوه او لورو د بین الافغاني خبرواترو پر دوام ټينګار وکړ .
محمد ابراهیم طاهریان همداراز پرون د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو دسرمنشي له ځانګړي استازي سره هم لیده کاته کړي دي .