Jan 27, 2021 14:36 Asia/Kabul
  • که اروپا خپلې ژمنې پوره کړي، مونږ یې هم پوره کوو

 د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ایټمي موافقې ته د ستنیدو شرط د امریکې او اروپا له خوا د ژمنو پوره کیدل وباله.

ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډې کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې نن سبا له یو څو هیوادونو پرته د نړۍ ټول هیوادونه له امریکې غواړي چې په ایټمي موافقه کښې خپلو کړو ژمنو ته ستنه شي، وویل: که چیرې هغوي خپلې ژمنې پوره کړي نو ایران به بې له ځنډه دایټمي موافقې په لړ کښې خپلو کړو ژمنو ته ورستون شي.

هغه هم داشان، دې ټکي ته په اشارې سره چې د ایران خلاف د دښمن اقتصادي جنګ ماتې خوړلې ده، څرګنده کړه: مونږ نن له بل هر وخت نه ډیر ډاډمن یو چې د دښمن اقتصادي جنګ ناکامه شوی دی او خپلو آخري ورځو ته رسیدلی دی او په سیمه کښې د ایران د تجاري لورو په تعامل کښې هم بشپړ بدلون راغلی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر هم داشان د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۲ کلیزې په درنښت سره وویل: سږ کال هغه کسان نشته چې په تیرو څو کلونو کښې یې غوښتل په ترهګرۍ او اقتصادي جنګ سره دا انقلاب په ګونډو کړي.

 

ټیګونه