Jan 27, 2021 14:52 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د امریکې سټراټیجي د جنګ او وینه بهونې دوام دی

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي په افغانستان کښې د امریکې سټراټیجي د جنګ او وینه بهونې دوام وباله

علي شمخاني تهران ته د طالبانو د راغلي پلاوي د مشر ملا عبدالغني برادر په کتنه کښې، په سیمه کښې د امریکې د شرارت او جنګ جوړونې مخینې ته په اشارې سره څرګنده کړه: امریکا په افغانستان کښې صلحه او امنیت نه غواړي بلکې سټراټیجي یې د افغانستان د مختلفو پرګنو د خلکو د وینې تویول او د جنګ جاري ساتل دي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي په دغه ملاقات کښې وویل: امریکا د افغانستان د مختلفو لورو ترمینځ روانو مذاکراتو کښې د بندون رامینځته کولو په موخه د صلحې د خبرواترو ډرامه تعقیبوي څو هغوي د ناامنۍ او بې ثباتۍ لامل وښايي.

شمخاني په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت به هیڅکله یو داسې بهیر په رسمیت ونه پیژني چې په جنګ سره په افغانستان کښې واکمنۍ ته ورسیږي، په یو بشپړ صلحه ایز بهیر کښې د افغانستان د برخلیک په ټاکلو کښې د ټولو قومونو د ګډون په ضرورت ټینګار وکړ.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي هم داشان وویل چې د افغانستان په تیره بیا له ایران سره یې په پوله لرونکو ولایتونو کښې په امنیت باندې سترګې نه شو پټولې. هغه له هرډول ناامنۍ او د داعش له تحرکاتو سره د مقابلې لپاره د افغانستان له حکومت سره د طالبانو په ملګرتیا باندې ټینګار وکړ.

په دغې کتنې کښې د طالبانو د پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر هم په افغانستان کښې د صلحې د مذاکراتو د بهیر په هکله د یو رپورټ په وړاندې کولو او د صلحې د موافقې په اجرا کښې د ټرمپ لوظ ماتونو ته په اشارې سره وویل: مونږ په امریکې باندې باور نه لرو او له هر هغه بهیر سره جنګیږو چې د امریکې لاس پوڅې وي.

هغه هم داشان د ایران او افغانستان د ګډو سرحدونو د امنیت په ساتنې باندې په ټینګار سره وویل: د افغانستان په راتلونکي کښې باید ټول قامونه او قبیلې ګډون او رول ولري.

یاده دې وي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو سیاسي پلاوی پرون تهران ته راغلی او د ایران د خارجه وزارت د چارواکو له خوا یې هرکلی وشه.

 

ټیګونه