Jan 27, 2021 17:30 Asia/Kabul
  • بین الافغاني خبرې اترې د افغانستان لپاره یوازنۍ صلحه ایزه او پایداره لاره ده

د ایران د خارجه وزارت ویاند بین الافغاني خبرې اترې د دغه هیواد لپاره یوازنۍ صلحه ایزه او پایداره لاره وبلله او ویې ویل: د ایران دریځ د واشنګټڼ په بدلونونو باندې متکي نه دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند بین الافغاني خبرې اترې د دغه هیواد لپاره یوازنۍ صلحه ایزه او پایداره لاره وبلله او ویې ویل: د ایران دریځ د واشنګټڼ په بدلونونو باندې متکي نه دی.

فارس خبري آژانس لیکلي چې سعید خطیب زاده په دې خبرې سره چې ایران د افغانستان د صلحې لپاره ډیره پانګونه کړې ده، زیاته کړه: هیله من یو داسې حالات برابر شي چې یو باثباته او له صلحې او ارامښتنه ډک افغانستان ووینو چې ټول افغانستانیان په کښې له قوم او مذهب او توکمه په تیریدو سره د یو بل په څنګ کښې ژوند وکړي.

خطیب زاده وویل: د ایران دریځ هیڅکله په هغه څه چې په واشنګټن کښې رامینځته کیږي، متکي نه دی پاتې شوی او باوري یو چې بین الافغاني خبرې اترې د افغانستان لپاره یوازنۍ صلحه ایزه او پایداره حل لاره ده.

هغه څرګنده کړه: امریکا له دې پرته هیڅ چاره نه لري چې په سیمې او افغانستان کښې کلونو کلونو دخالت او تیری ختم کړي او د ژمنې مطابق په مسئولانه وتلو سره لږترلږه د سیمې د ولسونو کړاؤنه کم کړي.

 

ټیګونه