Jan 28, 2021 14:53 Asia/Kabul
  • د ایران او د برجام د موافقې په وړاندې د امریکا زیاته غوښتنه

د مخکنیو بېلابېلو مطرح شویو نظرونو په اپوټه، د بایډن د ادارې جګپورو چارواکو د ایران او د برجام د ایټمي نړیوالي موافقې په وړاندې تقریبا هم هغه د ټرامپ د ادارې دریځ او ادبیات کاروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ د ایران په هکله په خپله لومړني خبري ناسته کې وویل که تهران د برجام د هوکړي سره سم په خپلو ژمنو ته بیرته راستون شي، امریکا به هم دغه کار وکړي. هغه زیاته کړه امریکا له برجام څخه به کار واخلي تر څو د خپلو ملګرو په مرستي ایران سره د نورو ستونزو په اړه هم اوږدمهالې موافقې ته ورسیږي.

داسي ښکاري چي په اوسنيو شرایطو کې د بلینکن دریځ نیونه له قید او شرط څخه پرته برجام نړیوالي موافقې ته د امریکا بیرته استنېدو په هکله هیلي په اوبو سره لاهو کړې، په داسي حال کې چي تهران په ځلونو اعلان کړی و چي برجام ته د واشنګټن د استنېدو او د ټرامپ له خوا د لګول شویو بندیزونو تر لیري کېدو وروسته به په خپلو برجامي ژمنو باندې عمل وکړي خو د بایډن اداره په سیاسي اصطلاح سره بال د ایران ځمکې ته ور وغورځول او ټینګار یې وکړ چي تهران باید لومړی خپلو برجامي ژمنو ته ور وګرځي او په بشپړه توګه پرې عمل وکړي.

ظاهرا د امریکا د نوې ادارې چارواکو له یاده ایستلي چي امریکا د ټرامپ د واکمنۍ په دوره کې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په داسي حال کې له برجام په یو اړخیزه توګه ووتۍ او پر ایران باندې سخت بندیزونه ولګول او د فشار سیاست ته یې مخه کړه چي تهران په خپلو ټولو برجامي ژمنو باندې به بشپړه توګه عمل کړی و.

د برجام د نړیوالي موافقې څخه د امریکا د یو اړخیزغیرقانوني وتلو، د ظالمانه بندیزونو او همدارنګه د اروپایي هیوادونو نه ژمنتیا ته په غبرګون کې د ایران اسلامي جمهوریت د برجام د موافقې په چوکاټ کې خپلي ژمني راکمي کړي او د ایران د اسلامي شورا د پرېکړه لیک پر بنیاد د اورانیومو د پخولو کچه یې ۲۰ سلنو ته ورسولې، خو اوس د امریکا نوې اداره د ټرامپ د غیرقانوني کړنو څخه د بخښنې د غوښتلو پر ځای په زیاته غواړې دریځ نیونې سره تهران ته اضافي شرطونه ایږدي چي دا د کارپوهانو په وېنا د حیرانتیا خبره ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازولی ویاند علیرضا میریوسفي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د نوي مشر د خبرو په غبرګون کې یادونه وکړه چي ایران د ملګرو ملتونو ۲۲۳۱ پرېکړه لیک نه ده تر پښو لاندې کړې بلکي دا امریکا ده چي یاد پریکړه لیک او همدارنګه د برجام په نړیواله موافقه کې خپلي ژمني تر پښو لاندې کړي دي.

د بلنکین له لوري د برجام نه په هاخوا د نورو پابندیو او ژمنو غوښتنه له ایران څخه بله عجیبه مساله ده، دغه امریکایي چارواکې په داسي حال کې چي امریکا حتي په خپلو برجامي ژمنو هم عمل نه کوي د ایران سره د داسي نوي موافقې غوښتونکی دی چي د ایران په توغندیزو او دفاعي وړتیاو او همدارنګه د ایران په سیمه ایزو فعالیتونو باندې په محدودولو پوري اړوند وي، دا چي هغه په خپلو خبرو کې ملګرو ته اشاره کړې ظاهرا مقصد یې اروپایي هیوادونو او همدارنګه عربستان او صهیونیستي رژیم دی.

د دې په وړاندې ایران په ځلونو اعلان کړی چي یوازې به پخپلو ایټمي ژمنو باندې عمل وکړي او په هیڅ توګه به د امریکا غوښتنو ته د نوي مذاکراتو لپاره غاړه کښې نه ایږدي.

د تهران دغه دریځ د ۱+۴ د ډلي د ختیځو هیوادونو منجمله روسیې له ملاتړه سره مخ شو، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ټینګار وکړ چي برجام ته امریکا له بیرته استنېدا څخه پر ایران باندې د اضافي شرطونو د ایښودلو لپاره د پلمې په توګه باید کار وا نه خیستل شي.

په هر صورت کې که د بایډن اداره د ایران او د برجام په وړاندې د ټرامپ د حکومت تېروتنې اصلاح نه کړي او پخپلو مخکنیو ماته خوړلي سیاستونو ته دوام ورکړي ایران به هم د مقاومت د پالیسۍ پر بنیاد خپلو ایټمي فعالیتونو ته وده ورکړي.

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه