Jan 28, 2021 16:14 Asia/Kabul
  • د ټرامپ د فشار سیاست ماته مو له یاده مه باسئ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دې ته په اشارې سره چي د امریکا له خوا د برجام تر پښو لاندې کولو سره سره ایران په خپلو ژمنو پاتي شو د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته وویل: هیڅکله د ټرامپ د فشار سیاست ماته له یاده مه باسئ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د پنجشنبې په ورځ په خپله ټوییټر پاڼه کې د برجام نړیوالي موافقې حقیقتونو ته په اشارې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر آنتوني بلینکن ته ولیکل: امریکا برجام تر پښو لاندې کړ، ایران ته د درملو او خوراکي توکو په وارداتو بندیز ولګاوه او هغو هیوادونو ته سزا ورکړه چي د ملګرو ملتونو ۲۲۳۱ پریکړه لیک ته یې غاړه اېښې وه.

نوموړي په دوام کې زیاته کړه: خو په مقابل لوري کې ایران د دغو تېروتنو سره سره د زیاتي مودې لپاره په برجام ژمن پاتي شو او یواځي د همدغه موافقې په چوکاټ کې خپلي ژمنې راکمي کړې.

ظریف د دې په پوښتلو سره چي اوس څوک باید لومړی ګام پورته کړي بیلنکن ته یادونه وکړه چي د ټرامپ د سیاستونو ماته له یاده نه وباسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپله لومړني خبري ناسته کې په ایران تور ولګاوه چي د برجام موافقه یې تر پښو لاندې کړې او له ایران څخه یې غوښتنه وکړه چي بیرته پخپلو ژمنو ته ور وګرځي په داسي حال کې چي امریکا به بشپړه توګه له دې موافقې نه وتلې ده.

 

 

 

ټیګونه