Feb 07, 2021 11:44 Asia/Kabul
  • د کورونا د دويم ايراني وېکسين مخکتنه او د کلينيکل مطالعاتو شروع

نن په تهران کښې د «رازي کوو پارس» په نامه د دويم ايراني وېکسين مخکتنه اوشوه او کلينيکل مطالعات يې شروع شول.

دغه پيچکاري کېدونکي وېکسين په بائيوټېکنالوجۍ سره او د رازي نومې وېکسين او ډرېپ جوړونکې موسسې د محققانو په کوشش سره د انساني آزمائنې د وړومبۍ او دويمې مرحلې د مجوز په حاصلولو کښې بريالے شوے دے.

د روغتيا وزير سعيد نمکي نن د کورونا رازي کُوو پارس نومې وېکسين د مخکتنې په مراسمو کښې وويل: د کورنيو سائنسي بنيادي شرکتون د کورونا د وېکسينو د جوړولو ډېرې موثرې طريقې تعقيب کړې چې تر اوسه کُوو ايران برکت او رازي کُوو پارس وېکسين کامياب شوي دي.

د ايران د ولسمشر سائنسي مرستيال سورنا ستاري هم په دغو مراسمو کښې وويل، په تېرو وختونو کښې په ايران کښې د وېکسينو توليد ته کافي پاملرنه نه کېده خو په وروستيو کلونو کښې او د روغتيا د وزارت په همت سره په دې زمينه کښې يو لړ ستر پرمختګونه ترلاسه شوي دي او نن د کمزور شويو او غېرفعاله وائرسو يا اېم آر اېن اے په ټېکنالوجۍ سره د وېکسينو په شمول د کورونا هر ډول وېکسين په هېواد کښې موجود دي.

د کوو ايران برکت نومې د کورونا د ايراني وېکسينو  د وهلو د انساني ټېسټ وړومبۍ مرحله پرون سر ته اورسېده.

 

ټیګونه