Feb 07, 2021 13:37 Asia/Kabul
  •  تهران  ته  د يمن په چارو کښې د ملګرو ملتو د خاص استازي سفر، په يمن کښې د جنګ او انساني غميزې په ختمولو د ايران د اسلامي جمهوريت تاکيد

د يمن په چارو کښې د ملګرو ملتو خاص استازے مارټيمن ګريفېټس د ايران د اسلامي جمهوريت له چارواکو سره د صلاح مشورو لپاره تهران ته راغلے دے.

دغه سفر د سيمې په اوسنيو حالاتو کښې څه اهميت لري؟

د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده نن تهران ته د مارټين ګريفېټس د سفر په مناسبت د يمن په اړه د امريکائي چارواکو د وروستيو څرګندونو په باره کښې د يوې پوښتنې په ځواب کښې وويل، له سعودي ائتلاف څخه د ملاتړ ختمول او وسلو نه خرڅول که يوه سياسي مانورهنه وي د تېرو تېروتنود اصلاح کولو لپره يو ګام کېدې شي.

خطيب زاده همدارنګ واضحه کړه، يوازې دغه موضوع د يمن مشکل نه شي هوارولې او په دوام کښې پکار دے هوائي، سمندري او زمکنۍ محاصره چې له کبله يې د دغه هېواد په زرګونو خلق  د خوراکي او درمليز فقر په وجه له مړۀ شول ختمه  شي او په يمن باندې د سعودي په مشرۍ د تيريګرو هېوادونو فوځي حملې بندې شي.

د ايران اسلامي جمهوريت په دې اړه په تېره بيا د يمن د جنګ د ختمولو لپاره د ملګرو ملتو له اقداماتو او د سيمې د هېوادونو له ملګرتياو څخه هرکلے کوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د ۹۸ هجري نمريز کال د تلې د مياشتې په ۲۱ نېټه د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په کتنه کښې واضحه کړه، د ايران اسلامي جمهوريت له مودو راهسې د يمن د جنګ د ختمولو لپاره څلور ماده ايز پلان وړاندې کړے دے او که دغه جنګ په صحيح طريقې سره ختم شي نو په سيمه کښې يو لړ مثبت اثرات لرلې شي.

په يمن کښې د صلحې د ټينګښت لپاره د تهران څلور ماده ايزه پلان مفاد په دا ډول دي، ډزبندي، د بهرنيو ټولو فوځي حملو فوراً بندېدل، د يمن د خلقو لپاره په فوري توګه او بې له څه ځنډه د انساندوستانه مرستو لېږد، د يمن د ټولو سياسي ګوندونو او اجتماعي ډلو د استازيو په ګډون سره د يمني يمني ملي خبرو اترو بيا شروع کول او د يمن د ملي وحدت پراخ بنسټه حکومت تشکيل.

سعودي له ابتدا څخه يوه ستره تېروته وکړه او په دغې محاسباتي تېروتنې سره يې ځان په يمن کښې ښکېل کړ. هغه ائتلاف چې د يمن په خلاف يې د جنګ اور غرغنډه کړ اوس دې حقيقت ته متوجه شوے دے چې هرڅومره دغه جنګ دوام ولري نو هغه زيان چې دوي ته رسيږي لا به زيات شي. په قطعي توګه په آرامکو تيلي تاسيساتو باندې د يمن د مقاومت تلافي کونکې حملې د سعودي د نظر په بدلېدو کښې بې تاثيره نه وې.

په مجموعي توګه هغه څه چې نن يې په يمن کښې کتونکي يوو د دوو مهمو ټکو ښودنه کوي:

وړومبې ټکے دا چې تيريګر لورے، سعودي او د دغه جنګ ملاتړي دي نو ځکه د جنګ خاتمه به يوازې د محاصرې اود حملو په ختمېدو سره عملي شي.

دويم ټکے  د يمن د بې ګناه خلقو برخليک، د ښځو او ماشومانو قتل عام او د دغه هېواد ويجاړي ده په بشردوستانه چارو کښې د ملګرو ملتو د عالي کمېشنرۍ دفتر په دې وروستيو کښې د يوې بيانيې په خپرولو سره په يمن باندې په تپل شوي جنګ کښې د دوه لکه درې دېرش زره کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

په تېرو شپږو کلونو کښې د يمن جنګ په دغه هېواد کښې د سکولونو ،اسپتالونو او زېربناو د ويجاړۍ او د تقريباً لسو ميلينو خلقو د مهاجر کېدو سبب شوے دے.د ملګرو ملتو د رپوټ له مخې په دغه هېواد کښې قحطي په نړۍ کښې له ټولو لوے انساني غميزې بدله شوې ده. په اوسنيو حالاتو کښې د يمن ترټولو ضروري اړتياوې د دغه هېواد خلقوته د بشردوستانه مرستو لېږلو لپاره د محاصرې ختمول او د پولو پرانېستل دي. دغو ضرورتونو ته په پام سره ايران د تېرو وختونو په شان له هر هغه نوښت څخه چې د يمن د جنګ او د محاصرې خاتمه له ځان سره ولري هرکلے کوي.

 

ټیګونه