Feb 10, 2021 13:53 Asia/Kabul
  • د اسلامی انقلاب د بریالیتوب کلیزه،د ایران د ملت دقدرت او وحدت بیلګه

د اسلامي انقلاب د بریالیتوب درنښت او د کلیزې لمانځل ، سږکال که څه د کرونا ویروس د خوریدا په علت د روغتیائي پروټوکولونو په رعایتولو سره په مختلفو رودو سره ترسره کیږي ، البته په ډګر کې دغه شتون هماغه شان د اسلامي انقلاب د ارزښتونو د دوام او دانقلابی تاندوالي نښې نندارې ته وړاندې کوي .

د سلواغې د میاشتې ۲۲نیټه یعني د فرورۍ  یولسمه نیټه ، داسلامی انقلاب د بریالیتوب کلیزه ،  د ایران د ستر ملت د یوې  تر ټولو لوئې او سترې تاریخي پيښې یادونه کوي .  د ایران اسلامی انقلاب د حضرت امام خمیني په رهبرۍ کې  د ۱۹۷۹ کال د فرورۍ په یولسمه نیټه بریالی شو .

د ایران داسلامی جمهوریت درست ولس  هر کال  په پرتمین  میلیوني لاریون کې په  ولولناک شتون سره  د اسلامی  انقلاب  له معظم لارښود او د اسلامی انقلاب له آئيډیالونو سره  میثاق نوی کوي .  د اسلامي انقلاب د بریالیتوب درنښت  او  د کلیزې لمانځل ، سږکال که څه  د کرونا ویروس د خوریدا په علت د روغتیائي پروټوکولونو  په رعایتولو سره په مختلفو  رودو سره ترسره کیږي ، البته په ډګر کې دغه شتون  هماغه شان د اسلامي انقلاب د ارزښتونو د دوام او دانقلابی تاندوالي  نښې   نندارې ته وړاندې کوي .

 داسلامی انقلاب  بریالیتوب ،  دایران دملت په برخلیک کې د  یو ستر بدلون او د سلطې د نظام  په ضد د ملتونو په مبارزو کې  د  الهي ارزښتونو په اساس د    انقلاب د ماډرن لیدتوګو د پنځیدا  سبب شوی دی .  د ایران داسلامی انقلاب په  بریالیتوب سره ، د ایران ملت ،د استکباري قدرتونو  له ذلت ډکې سلطې ا و تاریخي ویجاړونکي اړوندوالی  ژغورل شوی  او د خپلواکۍ ، عزت  او په درستو ډګرونو  کې ئې  د پرمختګ په لاره سم شوی دی .

 د ایران اسلامي انقلاب  همداراز د نړۍ په مظلومو او کړیدلو ملتونو باندې هم ژورې اغیزې شیندي  او په سیمې کې د امریکا او اسرائيلو  په مقابل کې د مقاومت د جبهې د رامینځةکیدا او داسلامی ویښتیا  د لوي بدلون سبب شوی دی .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د  داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) او دحضرت امام جعفر صادق  علیه السلام  دنیکمرغه زوکړې  دکلیزې په مناسبت  پخپلې وینا کې ،  له اسلامی جمهوری نظام سره  دامریکا د دښمنۍ اصلي علت  د دوي د سلطې د  په رسمیّت نه پيژندلو ا و   د دوي د ظلم  اوکړاؤ دپيټي  د نه وړلو په سبب بللی او ټينګار ئې کړی دی ، دغه دښمني به دوام ولري  او  د دوي دختمیدا یوازینۍ لاره  دا ده چې    مقابل لوری له دغې تصوره ، چې  د ایران ملت او حکومت ته  اساسی تاوان رسولی شي ، نهیلی شي    .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  داسلامی جمهوری نظام داقتدار  او عزت د لارې  په دوام  په ټينګار سره  وئيلي دی، د سلطه ګرو په ونیا، دوي غواړي ، ایران یوه عادي  هیواد یعني  د سلطې  له نظام سره په یوه سازباز کونکي هیواد باندې بدل شي، خو د ایران اسلامی جمهوریت ،  د اسلامی انقلاب له هماغه پيله  د  سلطې  له نظام سره مقابله کړې ده او  له دې وروسته  به هم هیڅکله  د نړۍ سرزورو  غوښتنو ته تسلیم نشي .  او  له سلطه ګرو سره   دمقابلې او خپلې انقلابي لارې ته به دوام ورکړي . 

 دغه ځانګړنې  داسلامی جمهوریت نظام  دعزت د مظاهرو یوه برخه ده چې  د شهید جنرال قاسم سلیماني  په څير د شهیدانو  د سرښیندنو او زیار  او هلوځ لو پامته داره دي  چې  له دښمنانو سره دجنګ په ډګر کې ئې  په سترو بریالیتوبونو سره  دسيمې د ویشلو لپاره  د امریکا او اسرائيلو  نقشه له ماتې سره مخامخ کړې  او  په سیمې کې د قدرت د  انډولونو دبدلولو لامل شوي دي.  د ا ستر بدلون  د اسلامی انقلاب  د ژوندي کیدا او ځيرتیا  نښه د ه  چې  د سرزورو په وړاندې په  قدرت سره دریدلی  او  د نړۍ له درستو مظلومانو اومستضعفانو ئې هم د فاع  کړې ده .

  یوه مهمه پوښتنه دا ده چې  ولې امریکا  او  د ایران دملت دښمنان  په دغو ټولو کلونو کې  نه دي توانیدلي خپلو سپیرو موخو ته ورسیږي ، حال  دا چې  تر وروستیو کلونو پورې ئې  وئيلي دي ، چې ا یران به سږکال د سلواغې د دوویشتمې نیټې کلیزه ونه ویني .

حقیقت دادی  چې  امریکا او د ایران دښمنان،  داسلامی انقلاب له  بریالیتوبه  مخکې  له غلطو محاسباتو  او تیروتنو سره مخامخ وو . د ایران د ملت په ضد د دښمنۍ  په ۴۲کلونو کې ئې هم  همدغه شان غلطې محاسبې او تیروتنې درلودلي دي . دایران دملت دښمنانو څه دپاسه  څلور لسیزو راهسې   له هغو درستو ټاکنو څخه په استفادې سره چې  په توان کې ئې درلودې ،  هڅه کړې ده  دغه انقلاب له ماتې سره مخ کړي ، خو نه دي توانیدلي .  ځکه  د ایران ملت  له دباؤنو او دسیسو سره  په مخامخیدا کې ، هیڅکله هم  کمزورتیا او یا ستړیا  نه ده احساس کړې او  شاتګ ئې نه دی کړی . 

 د ایران د ملت دښمنا په دې تَوّهم کې دي چې   په زیاتره دباؤ اوترور سره  د  اسلامی جمهوری نظام او انقلاب ته  تاوان رسولی  او د ایران ملت  د اسلامی انقلاب له آئيډیالونو لیرې کولی شي  ، خو  د ایران اسلامي جمهوریت  نه یوازې  منزوي او کمزوری شوی نه دی ، بلکې  اوس  په لویدیځي آسیا کې د اسلامی جمهوری نظام قدرتمندانه  شتون او دسلطې دنظام په وړاندې د ولس کلکه دریدا ،  دایران داسلامی جمهوریت  داقتدار او عزت په یوه ظاهر بدله شوې  ده . نن سبا  دایران اسلامی جمهوریت  په درستو ډګرونو کې  دپرمختګ او لاقدرتمنیدا په حال کې دی  او له درستو ګواښونو او بندیزونو سره سره ، ددباؤنو په وړاندې دریدلی  او   ګواښونه  هماغه راز په فرصتونو بدلوي .

 

ټیګونه