Feb 10, 2021 14:17 Asia/Kabul
  • د ایران د ملت کلکه دریدا  او تدبیرد ټرمپ د ناکامۍ سبب شوی

د نړۍ درست خلک په دغو شپو ورځو کې د ایران دملت ستر پوروړي دي ،ځکه په تیرو درو کلونو کې د ایران د ولس په مقاومت او د حکومت په تدبیر سره د ټرمپ حکومت ماته وخوړله .

 دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  وئيلي دي ، دایران دولس مقاومت او د حکومت تدبیر د ایران داسلامی جمهوریت په ضد دزیاتره دباؤ او بندیز په اعمالولو کې د  امریکا دمخکیني حکومت د ناکامۍ لامل شوی دی .

 ډاکټر حسن روحاني  نن د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د کلیزې ددرنښت په دستورو کې چې د ویډیوئي کنفرانس په وسیله ترسره شوي ، دایران داسلامی انقلاب د درې څلویښتمې کلیزې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره  وئيلی دي ، د ایران ستر ملت  سپينې مانۍ دکرغیړن دیکتاتور ټرمپ په وړاندې ودرید او په صبر او مقاومت سره ئې ورته ماته  ورکړه .

 ډاکټر روحاني زیاته کړې ده ، ایران که  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دامریاک  له وتلو سملاسي وروسته  وتلی وائ ، نو  د تاریخ په پاڼې  د امریکا او اسرائيلو دسیسه   پنځیدا او  بریالیتوب ته به رسیدلي وو .

 د اسلامی ایران  ولسمشر د  ایران په ضد د ډونالډټرمپ  د  حکومت دزیاتره دباؤ او دامریکا  دظالمانه بندیزونو  په یادونې سره  روښانه کړې ده ، د نړۍ درست خلک په دغو شپو ورځو کې  د ایران  دملت ستر پوروړي دي ،ځکه په تیرو درو کلونو کې د ایران د ولس په مقاومت  او د حکومت په تدبیر سره  د ټرمپ حکومت ماته وخوړله .

  هغه ددې خبرې په کولو سره چې  د سپينې ماڼۍ ددغه ظالم واکمن  ډونالډټرمپ  د نسکورولو لپاره د ایران دملت او حکومت رول بې شکه ډير اغیز شیندونکی  ؤ زیاته کړې ده ، نن سبا نړۍ  د ټرمپ ه تلو سره امنیت ،  قانون پالنه او ثبات  احساسوي  او د ایران د ملت پامته داره   ده . د ایران دمجرئې قوې مشر  ټينګار کړی ، دزیاتره  دباؤ او بندیز  او د اقتصادي جنګ دوران ختم شوی ، خو  نهائي بریالیتوب ته د رسیدا لپاره تر  دې دمه لا هم صبر او مقاومت ته ضرورت شته دی . حسن روحاڼي  ددسیسو او نقشو په وړاندې د ایران  دملت دمقاومت  او د پرَدیو ورانکارو رسندویو  په وړاندې د دوي ځير ذهن  په خاطر د دوي د هوښیارتیا په قدرونې سره  روښانه کړې ده ،درې کاله کیږي ، چې  غواړي  ټرمپ پاک صاف کس وبریښوي   او ددغه جنایتکار دسیسې او جنایتونه د حکومت دناکارنداوالي په توګه وبولي ، خو  رسوا شول او نور به هم رسوا شي .

له دي سره په یووخت د متحده عربی اماراتو مشر شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان ، د اماراتو مرستیال مشر شیخ محمد بن راشد ال مکثوم  او د دوی لومړی وزیر او د اماراتو دپوځ مرسیتال عمومی قوماندان  شیخ محمد بد زاید ال نهیان   هم په جلاجلا پیغامونو کې  دایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۲کلیزې په مناسبت  د اسلامي ایران  ولسمشر حسن روحاني ته دمبارکۍ په پیغام کې  دنیکو هیلو او سوکالۍ هیله ښودلې ده .

Image Caption

 

Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه