Feb 15, 2021 14:05 Asia/Kabul
  • برجامي ژمنو ته د دريو اروپائي هېوادونو د ستندو ضرورت

د ايران د خارجه وزارت وياند وويل، درې اروپائي هېوادونه پکار دے خپلو برجامي ژمنو ته راستانه شي.

د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده نن د خبريالانو په ټول کښې په ايران کښې د اوسپنيزو يورانيمو د توليد د ممنوعيت په اړه د جرمني، برطانيې او فرانسې دريو اروپائي  هېوادونو د ادعا په باره کښې وويل: برجامي ژمنو ته راستنېدل د دريو اروپائي هېوادونو لپاره زياته ساده لار ده او که اروپايان خپلو ژمنو ته راستانۀ شي ايران به هم خپلو ژمنو ته راستون شي.

خطيب زاده زياته کړه، د ايران اسلامي  جمهوريت تل په تحقيق او پراختيا کښې د ري اېکټرونو پرمختللي سونګو بحث ته پاملرنه کړې ده خو د برجام ايټمي موافقې په خاطر يې ورباندې سترګې پټې کړې.

د ايران د خارجه وزارت وياند د فرورۍ تر يويشتمې پورې د الحاقي پروټوکول د رضاکارانه اجرا اودرولو په باره کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې مصوبې ته په اشارې سره وويل، که تر ټاکل شوي وخت پورې مقابل لوري خپلې ژمنې ونه مني، نو ايران په قطعي توګه د الحاقي پروټوکول اجرا اودروي.

هغه همدارنګ تاکيد وکړ، دغه ټول اقدامات په سادګۍ سره ستنېدونکي دي په دې شرط چې مقابل لوري خپلو ژمنو ته راوګرځي.

خطيب زاده د ايران د توغنده اي پروګرام له پراختيا څخه د مخنيوي او برجام ته د دغې مسئلې د نسبت ورکولو لپاره د سپينې ماڼۍ د ادعا په باره کښې وويل، ايران د خپل ملي امنيت په باره کښې له چاسره روغه جوړه نه کوي او توغندي هم د ايران له ملي امنيت سره اړوند دي.

د ايران د خارجه وزارت وياند د ايران او امريکې ترمېنځ د مېنځګړيتوب لپاره د هېوادونو د چمتووالي منجمله په دې لړ کښې د قطري چارواکو د څرګندونو په اړه وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د ټولو له مرستو هرکلے کوي خو افسوس دلته دے چې د امريکې اوسنے حکومت د ايران په خلاف د تېر حکومت په خلاف ورزۍ او بدمعاشۍ کښې شريک شوے دے او دا رغانده چلند نه دے.

خطيب زاده تاکيد وکړه چې که امريکه اصولي سياست يعنې څو اړخيز پالنې ته د ستنېدو او د تېر حکومت د غلطې لارې د اصلاح پاليسي اختبار کړي، ايران به هم د امريکې د سياستونو اصلاح ته مناسب ځواب ورکړي.

 

ټیګونه