Feb 17, 2021 18:51 Asia/Kabul
  •  ايران به په راتلونکو مياشتو کښې د کورونا د وېکسينو توليدونکے او صادرونکے وي

د ايران د روغتيا وزير وويل، د وېکسينو د توليد لپاره مو موثره ګامونه پورته کړي دي او په راتلونکو مياشتو کښې به په سيمه کښې د وېکسينو د توليدونکي او صادرونکو په توګه عمل وکړوو.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې سعيد نمکي د روغتيا د نړيوالې ادارې د ختيځې مديترانه سيمې د مدير احمد المنظري په کتنه کښې وويل، تقريباً ديارلس مياشتې اوشوې چې د کورونا په مديريت کښې ښکېل يوو او د روغتيا له نړيوالې ادارې سره مو ښه تعلقات لرلي  دي. په ايران کښې د کوييد نولس وړومبنيو مواردو د رپوټ يو کال تيريږي او مونږ د چين رپوټونو ته په پام سره له هغې له يو مياشت مخکښې  څخه ځانونه کورونا ته چمتو کړي وو.

هغه وويل، د کورونا ملي کمېټۍ، د دغې بيمارۍ په مديريت کښې د معظم رهبر او حکومتي غړيو ملاتړونه ، د نوروادارو ملګرتياوې او د خلقو مرستې ډېرې د اهميت وړ وې.

د ايران د ورغتيا وزير زياته کړه، مونږ نن ادعاکوو چې په دغه موده کښې هيڅ يوه بيماري بې له روغتيائي او معالجاتي خدماتو نه بغېر نه وه، حتی د نرو هېوادونو د ښاريزو علاج مو  په روغتونونو کښې ويړيا وکړ.

هغه زياته کړه ، د روغتيا له نړيوالې ادارې مو غوښتي دي چې له مطمئنو سرچينو څخه د وېکسينو په لېږلو کښې د اسانتيا پېدا کولو لپاره دې له مونږ سره مرسته وکړي.

 

ټیګونه