Feb 19, 2021 05:29 Asia/Kabul
  • ظریف اروپایي ټروئیکا ته په خطاب کې، د اقدام ځواب به په اقدام سره ورکړو

د ایران د اسلامي جموریت د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل، د ایران برجامي ګامونه، د امریکا او د اورپا د ټروئیکا سرغړونو ته ځواب دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د اروپایي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې چې په ځلونو یې د ایران له وروستې ایټمي اقداماتو اندېښنه څرګنده کړې ده او له ایران یې غوښتنه کړې ده چې خپلو ایټمي ژمنې پوره کولو ته راستانه شي، په ټویټر کې ولیکل: د فلسفې ویلو او په ایران باندې د مسئولیت بار اچولو په ځای، اروپایي ټروئیکا - اروپایي اتحادیه باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او دا غوښتنه یې وکړه چې د ایران په خلاف د ټرامپ اقتصادي ترهګرۍ میراث باید تر پای ورسیږي.
ظریف زیاته کړه: د ایران جبراني تدابیر د امریکې او اروپایي ټروئیکا ځواب دی. که د ایران له ایټمي ګامونو اندیښمن یې د هغې علت حذف کړۍ. 
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف په دوام کې وویل: ایران به د هر اقدام ځواب له اقدام سره ورکړي.
 

ټیګونه