Feb 19, 2021 14:20 Asia/Kabul
  • امریکا باید له کوم شرط پرته د ایران پرضد بایکاټونه ختم کړي

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل امریکا باید هغه ټول بایکاټونه چې پخواني ولسمشر ټرمپ د تهران پرضد احیا کړي او له سره یې لګولي وو له کوم شرط پرته او په اغیز شیندونکي ډول لغو کړي .

جوادظریف نن په ټویټر اینټرنیټ پاڼه کښې له ماشه مکانیزم څخه د امریکا شاتګ کولو ته په غبرګون کښې ولیکل واشنګټن اعتراف وکړ چې د ملګروملتونو د دوه زره یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړه لیک په هکله د امریکا د پخواني خارجه وزیر مایک پمپئو ادعاګانې هیڅ قانوني اعتبار نلري مونږ هم موافق یوو .

د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل امریکا باید د ملګروملتونو د دوه زره دوه سوه یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړه لیک ته په پاې بندۍ کښې هغه ټول بایکاټونه چې ټرمپ احیا کړي او له سره یې اعمال کړي وو له کوم شرط پرته او په اغیز شیندونکي ډول ختم کړي .

هغه ټینګار وکړ د امریکا لخوا د بایکاټونو له ختمیدا وروسته ایران هم سمدستي ټول اصلاحي اقدامات یعني د اټومي ژمنو کمول ځنډوي .

 

ټیګونه