Feb 21, 2021 14:20 Asia/Kabul
  • امريکه په بشپړه توګه د بنديزونو له ختمولو نه مخکې ايټمي موافقې ته نه شي ستنېدې

د ايران خارجه وزير وويل: امريکه به ونه کړې شي چې په پوره توګه د بنديزونو له ختمولو مخکې ايټمي موافقې ته راستنه شي، ځکه چې دا امريکه ده چې د قانون خلاف رزي يې کړې ده.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف زياته کړه، د امريکې په سياست کښې هيڅه نه دي بدل شوي او بائيډن يوازې ادعاګانې مطرح کوي، د امريکې اوۀ ولسمشران مو وليدلخو مشکل دا دے چې امريکې د اقتصادي بنديزونو لګولوعادت پېدا کړے دے خو دغه سياست ايران ونه غولوۀ.

جواد ظريف وويل، امريکنيان غواړي له ايټمي موافقې نه وراخوا لاړ شي خو هيڅ ډول خبرې اترې به ونه شي، ځکه چې دغه موافقه ثابته ده.

د ايران خارجه وزير واضحه کړه، بنديزونه د قبول وړ اوزار نه دے او په بنيادي توګه د ګډ جامع اقدام په پلان کښې شتون نه لري، ځکه چې د بنديزونو د لګولو لپاره د  اوزاري طريقې خبره کيږي، په داسې حال کښې چې دا چاره  له ۲۲۳۱ پرېکړليک سره په ټکر کښې ده.

 

ټیګونه