Feb 22, 2021 06:06 Asia/Kabul
  • د ايران او افغانستان ترمېنځ د سائنسي او پوهنتوني ملګرتياو په مضبوطولو تاکيد

د افغانستان د ولسمشر دويم مرستيال او د ايران د اسلامي آزاد پوهنتون پلاوي کتنه او د د دواړو هېوادونو د علمي او سائنسي مرکزونو د دوو اړخيزو تعلقاتو په مضبوطولو تاکيد وکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش پرون په کابل کښې دد اسلامي آزاد پوهنتون د غېر ايراني محصيلينو او نړيوالو چارو مرستيال علاء الدين بروجردي سره کتنه او له افغانستان سره د آزاد پوهنتون له سائنسي او کلتوري  ملګرتياو څخه قدرونه وکړه.

سرور دانش په دغه کتنه کښې وويل، د اسلامي آزاد پوهنتو افغانستان واحد د علم، پوهې او فعاليت د پراختيا او ترويج په چاره کښې د ايران د اسلامي آزاد پوهنتون هلې ځلې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سائنسي او کلتوري ملګرتياو د پراختيا په لړ کښې يو ګام دے.

دواړو خواو په دغه کتنه کښې تاکيد وکړ چې د افغانستان او ايران چې د دواړو هېوادونو ښاريز  ګډ او مضبوط کلتوري او تاريخي اشتراکات هم لري د علمي او سائنسي مرکزونو ترمېنځ د سائنسي او کلتوري ملګرتياو پراختيا په نورو برخو کښې د ترقۍ او تعامل زمينه جوړونکې کېدې شي.

 

 

ټیګونه