Feb 22, 2021 07:43 Asia/Kabul
  • د ايران د ايټمي فعاليتونو د راستۍ آزمائنې په اړه د ايران او آژانس ګډه بيانيه

د ايټمي انرجۍ نړيوال آژانس او د ايران اسلامي جمهوريت پرون تهران ته د آژانس د مشر رافائل ګروسي د سفر په آخر کښې د يوې ګډې بيانيې په صادرولو سره په ايران کښې د آژانس د پلټونکو د ضروري فعاليتونو د دوام په باره کښې تفاهم وکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې په دغه بيانيه کښې چې يوه نسخه يې د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس په سائيټ کښې خپره شوه راغلي دي چې دغه آژانس او د ايران د ايټمي انرجۍ ادارې د دواړو خوا د اعتماد په روح باندې چې د تېر ۲۰۲۰ کال د اګست په ۲۶ نېټه په تهران کښې د ګډې بيانيې د صادرېدو سبب شو تاکيد وکړ.

په دغه بيانيه کښې راغلي دي د ايران د ايټمي انرجۍ ادارې د بنديزونو د ختمولو او د ايران د ملت د ګټود ساتنې لپاره د سټراټيجک اقدام د قانون نومې د ايران د اسلامي شورا د جرګې له مصوبې څخه د پېروۍ په لړ کښې د ايټمي انرجۍ نړيوال آژانس ته وويل چې  روان ميلادي کال د فرورۍ له يويشتمې څخه به د برجام مطابق د ايران رضاکارانه اقدامات اودرول شي.

په دغه ګډه بيانيه کښې موافقه اوشوه چې ايران به د څارونکي سېسټم د جامع موافقه ليک پوره او بې له محدوديته اجرا ته دوام ورکړي.

 

ټیګونه