Feb 24, 2021 16:04 Asia/Kabul
  • د تهران-قم په لویه لاره یو ترهګر نیول شوی او بم یې شنډ کړې شو

د تهران د پولیسو مشر د قم په لور تلونکې لوې لارې په ټول پلازه کښې د یو ترهګر د نیول کیدو خبر ورکړ.

سردار حسین رحیمي نن سهار خبریالانو ته د تهران-قم د لوې لارې په ټول پلازه کښې د یو ترهګر د نیول کیدو په هکله وویل چې دغه کس له تهران څخه یو ټیکسي نیولې و او له ښاره د وتلو نیت یې درلود.

هغه زیاته کړه چې د ټیکسي ډرائیور چې یاد ترهګر په وسلې ګواښلې و، له پولیسو سره ډیره مرسته وکړه او بې له دې چې دغه ترهګر پوه شي، د هغوي پام یې ورته راواړه.

د تهران د پولیسو مشر څرګنده کړه چې بلآخره ماموران پوه شول چې په ټیکسي کښې ناست کس یو انتحاري بم لري او په ګڼو ځایونو کښې د ترهګرو عملیاتو نیت لري نو هغه یې ونیوه او ورسره موجود بم یې شنډ کړ

این مقام انتظامی ایران خاطرنشان کرد: در نهایت مأموران متوجه شدند فرد مسافر حامل یک بمب انتحاری است و قصد خرابکاری را در چند نقطه از شهر تهران دارد و وی را در عوارضی تهران - قم متوقف کردند.

رحیمي په دې خبرې سره چې دغه ترهګر ایرانې دی او د قضايي چارواکو په واک کښې دی، وویل: له دغه کس سره ځانمرګې جیکټ، اوربلونکي مواد او نور داسې خطرناک مواد وو چې که خپل هدف ته رسیدلې وی نو درنه چاودنه به یې کړې وه او ډیر ورانې به یې رامینځته کړی و.

 

ټیګونه