Feb 26, 2021 05:28 Asia/Kabul
  • د امریکې کړنلاره نه ده بدله شوې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یو ټویټ په خپرولو سره ټینګار وکړ چې د امریکې په کړنلارې کښې هیڅ بدلون نه دی راغلې.

محمد جواد ظریف پرون په یو ټویټ کښې لیکلي دي: امریکا ادعا کوي چې له ایټمي موافقې له وتلو وروسته یې، ایران یوشمیر شاته کیدونکي ګامونه پورته کړي دي حال دا چې تر هغه وخته ایران په محدودیتونو باندې پابند و.

ظریف په دغه ټویټ کښې زیاته کړه: د امریکې کړچار چې د دې کار وجه ده، بدلون نه دی کړی.

د ایران خارجه وزیر هم داشان ټینګار وکړ چې درې اروپايي هیوادونه هم ګرم دي، هغوي په تیرو دریو کالو کښې له ایران سره هیڅ تجارت او راکړه ورکړه نه ده کړې.

ښاغلي ظریف ویلي، امریکا او درېو اروپايي هیوادونو ته پکار دي چې دغه ستونزه ختمه کړي نه دا چې له ایرانه وغواړي کوم کار چې ترسره کوي هغه دې بند کړي.

ایران له ایټمي موافقې په غیرقانوني او یواړخیزه توګه د امریکې له وتلو وروسته هڅه وکړه چې دغه موافقه، د هغې په ژمنو باندې د نورو لورو د عمل په شرط وساتي خو اروپایانو د برجام د ساتلو لپاره د کړو ژمنو په عملي اقداماتو کښې هیڅ بریا ترلاسه نه کړه.

 

ټیګونه