Feb 26, 2021 16:33 Asia/Kabul
  • ظریف او المقداد د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمي د تحولاتو په اړه خبرې وکړې

د سوریې او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیران د دواړو هیوادونو تر مینځ د دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه په سیمه کې د نویو بدلونونو په اړه سلامشورې وکړې.

د ایرنا د راپور سره سم، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل المقداد د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو په پراختیا او اقتصادي همکاریو په اړه ټیلفوني خبرې وکړې.

دواړو لورو همدارنګه په سوریې، ایران، سیمه او نړۍ د بدلونونو په اړه خبرې وکړې.

ظریف او المقداد د روسیې د سوچي په ښار کې د استانې د غونډې په چوکاټ کې د سوریې اړوند ناستو او په سوریه کې د ثبات د راتلو په مخ کې د لوېدیځو هیوادونو د خڼدجوړنې سره د مقابلې په اړه سلامشورې وکړې.

دواړو لورو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک باندې د لوېدیځو هیوادونو په ژمنتیا او د استانې د غونډي په وروستي بیانیې او د سوریې ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته په درناوی باندې ټینګار وکړ.

 

 

ټیګونه