Feb 28, 2021 07:58 Asia/Kabul
  • ظریف په عراق کښې په ټکاؤ باندې د ایران پر ژمنتیا ټینګار وکړ

د ایران خارجه وزیر هم داشان په عراق او سوریې باندې د امریکې حملې د دغو هیوادونو د حاکمیت خلاف ورزي وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون له خپل عراقي همرتبه فواد حسین سره په کتنه کښې، په عراق کښې د ثبات او ټکاؤ په راوستلو باندې د ایران پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

ظریف په یو ټویټ کښې ولیکل چې په دغې کتنې کښې د ایران او عراق د سیاسي او اقتصادي ملګرتیاؤ او د سرحدي تبادلاتو د مختلفو اړخونو په هکله خبرې اترې وشوې.

ظریف د عراق او سوریې په ګډو سرحدي سیمو کښې په عراقي ځواکونو باندې د حملې په لړ کښې د امریکې اقدام وغنده او دغه حملې یې غیرقانوني او د عراق د حاکمیت خلاف وبللې.

هغه د عراق په خاوره کښې ځینې وروستۍ حملې او پیښې شکمنې وبللې چې د ایران او عراق په اړیکو کښې د ګډوډي او د دغه هیواد د امنیت او ثبات د خرابولو په موخه پلان شوې کیدې شي.

په دغه ملاقات کښې د عراق د بهرنیو چارو وزیر هم له تهران سره د اړیکو پراخولو ته د بغداد د چمتووالي خبر ورکړ.

د ایران خارجه وزیر هم داشان په عراق او سوریې باندې د امریکې حملې د دغو هیوادونو د حاکمیت خلاف ورزي وبلله.

د ایرا ن د بهرنیو چارو وزیر د عراق او سوریې په سرحدي سیمو کښې په عراقي ځواکونو باندې د حملې په لړ کښې د امریکې خطرناک اقدام وغندله او دغه غیرقانوني بریدونه یې د هیواد د واکمنۍ خلاف ورزي وبلله.

د ویلو ده چې د امریکې جنګي الوتکو وړمه ورځ د سوریې او عراق په ګډه پوله کښې البوکمال او القائم سیمې بمباري کړې.

 

ټیګونه