تهران ته د عراق د خارجه وزير سفر؛ د دوو اړخيزو او سيمه ايزو اهدافو په چوکاټ کښې سټراټيجک مذاکرات
د عراق خارخه وزير فواد حسېن د دوو اړخيزو تعلقاتو د پراختيا او د سيمې د بدلونونو د څېړنې په اړه له ايراني چارواکو سره د صلاح مشورو لپاره تهران ته راغے.
تهران ته د عراق د خارجه وزير سفر له دريو اړخو يعنې د سيمه ايزو بدلونونو، د امنيت په برخه کښې ګډ ګواښونه او د سټراټيجکو طرحو او موافقو په اجرا کښې د چټکتيا او د خنډونو د لرې کولو ضرورت له لحاظه د اهميت وړ دے.
له يوې مياشتې نه په کمه موده کښې تهران ته د عراق د خارجه وزير دويم سفر په داسې حالاتو کښې چې په عراق کښې ځينې مشکوک فوځي او امنيت ضده اقدامات په سيمه کښې د امريکې د تاوتريخوالي زېږونکو تحرکاتو نښه لري؛ په دې سفر کښې يې د خبرو اترو اهميت لا څرګند کړ. د عراق او سوريې په پوله کښې د مقاومت د ډلو په سنګرونو د امريکې وروستۍ هوائي حمله چې پېنټاګان هغه د عراق په اربيل باندې د روانې مياشتې په وړومبنيو وختونو کښې د توغنده اي حملې د تلافي کونکې حملې په توګه توجيه کړې ده په همدې لړ کښې د جاجونې وړ ده.
د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف د عراق د خاورې په دننه کښې وروستۍ حملې او واقعات مشکوک وبلل او دې ټکي ته يې اشاره وکړه چې تحرکات کېدې شي د عراق او ايران د تعلقاتو د خرابولو او د دغه هېواد د امنيت او ثبات د ګډوډولو به هدف سره پلان شوي وي. په همدې وجه هغه د دغو پېښو د مسببانو د موندلو لپاره د عراق د حکومت د اقدام په ضرورت تاکيد وکړ.
د عراق خارجه وزير هم واضحه کړه چې د عراق حکومت به له ايران سره د ډېرو لوړو تعلقاتو د ګډوډولو لپاره د دغه هېواد له واقعاتو څخه د ناوړې استفادې اجازه ورنکړي.
دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو د چارواکو د خبرو اترو د اهميت او په عراق او سيمه کښې د بدلونونو له بهير څخه د ګډې پوهې ښودنه کوي.
عراق په تېرو څو کلوو کښې له مختلفو امنيتي، اقتصادي او سياسي بحرانونو سره مخامخ ؤ او د داعشي ترهه ګرو د تحرکاتو د زياتېدو په سيوري کښې د سياسي بحران ښکار شوے دے د بهرنيو قوتونو جوړ کړې شوي دي.
د ايران د اسلامي جمهوريت د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر علي شمخاني د عراق له خارجه وزير سره په کتنه کښې په عراق کښې د امريکې وروستيو تحرکاتو ته په اشارې سره دا خبره څرګنده کړه چې د پرديو فوځي ځواکونو د وتلو په اړه دعراق د پارلېمان د تصويب شوي قانون په اجرا کښې ځنډ په سيمه کښې د تاوتريخوالي د زياتېدو او د بحران د لا خرابېدو سبب دے.
شمخاني د موجوده تاوتريخوالو او بحرانونو د کمولو لپاره د سيمې د هېوادونو د ملګرتيا او د کوششونو په ضرورت باندې په تاکيد سره زياته کړه، د عراق نننے ارامښت او امنيت د مرجعيت د اقتدار، د چارواکو د تدبير او د وسله والو ځواکونو او د ولسي مقاومت د ډلو د حماسي مجاهدت نتيجه ده او پکار دے ساتنه يې اوشي.
له اقتصادي اړخه هم پکار دے وويل شي چې د شلمچې او بصري د رېل پټلۍ په جوړېدو او تکميلېدو سره دصادراتي بازارونو په پراختيا او د انرجۍ په برخه کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سټراټيجکو اقتصادي او تجارتي تعلقاتو پياوړتيا په يو ضرورت بدله شوې ده. اوس د دواړو هېوادونود چارواکو په پرله پسې کوششونو سره ځينې مهم خنډونه لرې کړې شوي دي. هم هغه ډول چې فواد حسين په تهران کښې دا خبره په ګوته کړه چې د دواړو هېوادونود موافقې وړ ماډل په بنياد ايران ته د عراق د پورونو د ورکړې د ادا کولو بهير چې د بهرنيو بنديزونو په وجه ځنډ شوےدے ډېر زر شروع کيږي. په سټراټيجکو برخو کښې د دواړو هېوادونو موافقې او د دريځونو غږملتيا د هغو خبرو اترو د اهميت ښودنه کوي چې په تهران کښې د عراق د خارجه وزير په کتنو کښې ترسره شوې.
---------
ترجمه: شاهين