Mar 01, 2021 14:20 Asia/Kabul
  • د ایران ضد ګواښونو او تورونو ته ځواب نه ورکوو

خطیب زاده د آژانس په واکمنې شورا کې د ایران ضد پریکړه لیک د تصویبیدا د احتمال او له آژانس سره د ملګرتیا دغوڅیدا د احتمال په باب هم روښانه کړې ده ، د جوبایډن حکومت پیل د امریکا دژمنتیاؤ باندې په عمل کې ناامید کونکی دی ، د سیف ګارډز په لاره کې له آژانس سره د ایران دملګرتیا لاره روښانه ده او دوام مومي .

 ایرنا خبری  آژانس راپور ورکړ ،  د ایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  نن په خبري کنفرانس کې له امریکا او اروپا سره دګډې غونډې لپاره داروپائي اتحادئې د بهرني سیاست دمسئول  جوزف بورل   د وړاندیز په باب د ایران د نظر  اعلانیدا ته په اشارې سره  روښانه کړې ده ،  دایران دریځونه  مو په بشپؤ ډول روښانه او ښکاره   اعلان کړي دي  او په دغو دریځونو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی .

 خطیب زاده  ددې خبرې په کولو سره چې دامریکا لاره د دغه  هیواد تیر حکومت  له تیروتو سیاستونو څخه تیریدا ده  او   په دغو ایراني ضد او زیاتره دباؤ سیاستونو کې  هیڅ بدلون نه دی راغلی ، زیاته کړې ده ،  که امریکا غواړي ، د نړیوالې ایټمي موافقې  په میزباندې ځاي ولري، بایدجامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنه شي  اوخپلې ژمنې اجرا او بندیزونه هم ختم کړي .

 دا یران د خارجه وزارت ویندوي  دنړیوالې ایټمي موافقې اروپائي لورو ته په خطاب کې وئيلي دي ،دملګرتیالاره ، له  بلې هرې لارې غوره ده ، ځکه چې د ایران په ضد دګواښلو اوتور لګونې لارې ته هیڅ ځواب نه ورکوي  او ایران د متقابلې ملګرتیا لارې ته ځواب ورکوي .

 خطیب زاده د آژانس په واکمنې شورا کې د ایران ضد پریکړه لیک د تصویبیدا د احتمال  او له آژانس سره د ملګرتیا دغوڅیدا د احتمال په باب  هم روښانه کړې ده ،  د جوبایډن حکومت  پیل  د امریکا  دژمنتیاؤ باندې په عمل کې  ناامید کونکی  دی ، د سیف ګارډز په لاره کې له آژانس سره د ایران   دملګرتیا لاره روښانه ده  او دوام مومي .  هغه همداراز د جوزف بایډن له حکومت سره د ایران  د خبرواترو نه کولو  د دلیلونو په باب  هم وئیلي دي ،ایران  دډيپلوماسۍ لاره پرانیستي ده ، باید درې ګامونه پورته شي ، یعني نړیوالې موافقې ته بیرته ستنیدا، د اغیزشیندونکو بندیزونو لغوه کیدا  او دخبرواترو اترو میز ته بیرته  ستنیدا.برعکس بله لاره  نشته چې فکر وکړي ، بندیزونه دوام وکړي ، بدماشي دوام وکړي او دخبرواترو په میز کې هم ځاي ولري .

 

ټیګونه