Mar 01, 2021 14:43 Asia/Kabul
  • په داخلي توانمنیودتکیې سټراټژۍ  ددښمنانو پلانونه ناکام کړي

د ایران دفاع وزیر روښانه کړې ده،د داخلي متخصصانو په لاس ددرندو او سپکو پوځي تجهیزاتو تیارول او رغول ، د وسلوال ځوا ک ددفاعي توان دلوړتیا لپاره یوه ډاډمنه او کم لګښتي لاره ده ، یوه داسې روده چې د ایران داسلامی جمهوریت په دفاعي نظرئې کې هم ورته ډير اهمیّت ورکړل شوی دی .

زمونږخبریال راپور راکړی، داسلامی ایران دفاع وزیر سردار امیر حاتمي نن  دایران پوځ ته د تیار شوو چورلکو او الوتکو دسپارلو په دستورو کې د دفاع و زارت د هوائي صنائعو د ځوانو متخصصانو  په لاس د اوورهال شوو لسګونو انجنونو په باب وئيلي دي ،په دغو انجنونو کې ،  ډول ډول ټَربو جیټ ،ټَربو بوفن  او ټَربو شفت شامل دي ، چې په پوځي الوتکو او چورلکو کې ورځیني استفاده کیږي.د ایران دفاع وزیر روښانه کړې ده،د داخلي  متخصصانو  په لاس ددرندو او سپکو پوځي تجهیزاتو تیارول او رغول،د وسلوال ځوا ک ددفاعي توان دلوړتیا لپاره یوه ډاډمنه  او کم لګښتي لاره ده ، یوه داسې روده چې د ایران داسلامی جمهوریت په دفاعي نظرئې کې  هم ورته ډير اهمیّت ورکړل شوی دی .

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

 همداراز ایران پریس خبری آژانس  هم راپور ورکړی ،د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ دمځکني ځواک قوماندان سردارعزیز نصیرزاده هم نن د ډول ډول پوځي چورلکو او درندو ټرانسپورټي الوتکو د سپارلو د دستورو ترڅنګ دخبریالانو په ټول کې وئيلي دي ،د ایران هوائي صنائع یوځير،فعال،نوښتګر او په ځان بسیه صنعت دی،چې دعملیاتي برخو لپاره  بشپړډاډمن  او تکیه کونکی دی.

 دایران د پوځ دمځکني ځوا ک قوماندان،دایران سیاسیت فعال مقاومت بللی او وئيلي ئې دي ،فعال مقاومت ،یعني پرمختګ او بشپړول  چې دا موضوع د ایران په دفاعي صنائعو کې  د لیدو وړ ده .

 

ټیګونه