په ایران ددباؤ او بندیزونو په ناکامۍ د امریکااعتراف ستربریالیتوب دی
د ایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر په ویډیوئي شتون سره ، نن په یولړ دستورو کې د ایران په جنوب کې دکنګان پيټروکیمیکل چاڼځاي او په لویدیځ کې په ورځې کې د اوومو تیلو د پنځه شپیته زره بیرلو په تولید سره د آذرایلام تیلی میدان د پراختیا پروژې افتتاح شوې او د ایران دجنوب کیان عسلویه پيټروکیمیکل پروژې اجرائي عملیات هم پيل شول .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نن دتیلو اوګیسو د حوزې د یوشمیر پروژو په ویډیوئې افتتاح کې دایران ملت ته په خطاب کې وئیلي دي، هغه ټول څه چې مو ترلاسه کړي دي ، د تاسو میړني ولس د کلک هوډ ،ایمان او مقاومت په سیوري کې دي .
ډاکټر روحاني جوته کړې ده ،په ډاډ سره ویلی شو ، امریکا او دنیا به مجبوره شي ، دایران دملت په وړاندې په ګونډو شي او ظالمانه بندیزونه ختم کړي .
د اسلامی ایران ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د امریکا نوی حکومت تر دې دمه څلور ځله اعتراف کړی دی ، پر ایران دزیاتره دباؤ سیاست ماته خوړلې او هیح نتیجې ته نه دي رسیدلي ، ووئیل ،دا په تاریخ کې تر ټولو ستر بریالیتوب دی ، ځکه هغه کسان چې ایران باندې ئې بندیزونه لګولي ، په بشپړ ډول اعتراف کوي ،چې دغه بندیزونه او دباؤنه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي .