Mar 01, 2021 15:35 Asia/Kabul
  •   که بندیزونه لغوه نه شي ،IAEAته هیڅ  ډول اطلاعات نه ورکوو

د ایران اسلامی شورا هم دبندیزونو دلغوه کولو دقانون په تصویبولو سره حکومت پابند کړی چې د ا مریکا دبندیزونو ددوام په بڼه کې دې د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره ملګرتیا محدوده کړي او دنړیوالې ایټمي موافقې په اساس دې دخپلو ژمنو دکمیدا په باب لازیات ګامونه پورته کړي .

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،د ایران د ایټمي انرژۍ  د ادارې ویندوي کمالوندي د ایران او د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس وروستۍ موافقې ته په اشارې سره  وئيلي دي ، دځينو اطلاعاتو د ساتنې په چوکاټ کې له آژانس سره  تفاهم ،دبندیزونو له لغوه کولو او ژمنو ته دایران له ستنیدا سره مشروط شوی چې  په زیاتره درو میاشتو فرصت کې  ئې آژانس ته سپارو ،ا لبته   ټاکل شوې نه ده ،د  لاس رسی،ارزونې او څرګندونو په باب کوم پروټوکول صادر شي کمالوندي  ددې خبرې په کولو سره چې  دایران  د اسلامی شورا  له خوا د ایران دملت د ګټو د خوندي ساتنې او دبندیزونو دلغوه کولو سټراټژيک اقدام  قانون  په سلو کې سل اجرا کیږي،روښانه کړې ده ،که  بندیزونه لغوه  شي ، نو  هغه ا طلاعات چې  په د ې مودې کې  ساتل شوي ، آژانس ته ئې ورکوو  او که داسې ونه شي ، نو له درو میاشتو وروسته به اطلاعات  دکیمرو له  ذخیرې حذف  او د اطلاعاتو ثبتیدا به هم ودرول شي .

 د ایران اسلامی جمهوریت د ۲۰۱۸ کال دمئ په اتمه  نیټه له جامعې  ایټمي موافقې د امریکا په غیرقانوني او یو اړخیز وتنې پسې هڅه کړې نړیواله ایټمي موافقه،خپلو ژمنتیاؤ ته د دغې موافقې  دنورو لورو دعمل په شرط وساتي،خو اروپایانو و ددغې موافقې  دساتنې لپاره د ورکړل شوو ژمنو  په عملي ا قداماتو کې هیڅ  بریالیتوب نه درلود. د ایران اسلامی شورا هم  دبندیزونو دلغوه کولو دقانون په تصویبولو سره  حکومت پابند کړی چې د ا مریکا دبندیزونو ددوام په بڼه کې  دې د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره  ملګرتیا محدوده کړي او  دنړیوالې ایټمي موافقې  په اساس دې دخپلو ژمنو دکمیدا په باب  لازیات ګامونه پورته کړي .

 

ټیګونه