Mar 01, 2021 15:53 Asia/Kabul
  •   دIAEA  واکمنه شورا دې اوسني حالات لاترینګلي نه کړي

د ایران د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحي پرون په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، که واکمنې شورا،د الحاقي پروټوکول د درولو په باب د ایران د اقدام په اړه د ایران په ضدکوم پریکړه لیک صادر کړ،، نو ایران به هم مناسب غبرګون وښئ او په دې لړ کې ئې آژانس ته یو لیک هم استولی دی .

د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف د ایران داسلامی شورا د بهرني سیاست او ملی امنیت د کمیشن د غونډې په څنډې کې د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس په واکمنې شورا کې د ایران په ضد دپریکړه لیک دصادرولو لپاره  هڅې  ته په اشارې سره وئیلي دي ،اروپایانو  په واکمنې شورا کې د امریکا په ملاتړسره یوغلط حرکت پیل کړی دی چې د شرائطو د لاترینګلتیا لامل به شي . 

جواد ظریف  ددې خبرې په کولو سره چې  واکمنې شورا درستوغړو ته داوسنیو شرائطو دترینګلتیا په باب توضیح ورکړل شوې ده  ووئيل ،هیله مند یوو،عقل پرې غلبه وکړي  او که داسې ونه شي ،نو ایران په دې باب ځیني لارې چارې  لري چې حتما به ئې ترسره کړي .

لویدیځي رسندویو  خبر ورکړی ،امریکا  هڅه کوي ، د ایټمي  انرژۍ  دنړیوال آژانس د و اکمنې شورا په کیدونکي غونډې کې د ایران په ضد یو پریکړه لیک  وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د ایران  د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحي  پرون په یولړ څرګندونو کې  وئیلي دي ، که واکمنې شورا،د الحاقي پروټوکول د درولو په باب د ایران د اقدام په اړه   د ایران په ضدکوم پریکړه لیک صادر کړ،، نو ایران به هم مناسب غبرګون وښئ  او په دې لړ کې ئې آژانس ته یو لیک هم استولی دی .

 

ټیګونه