Mar 01, 2021 16:36 Asia/Kabul
  • په ایران کې ۱۰۸نور کسان هم د کروناویروس قرباني شول

د هیوادونو درسمي احصایو په اساس کرونا ویروس تر دې دمه په درستې نړۍ کې څه ډپاسه یو سل څوارلس میلیون کسان ککړ کړي چې له دوي څه دپاسه دوه میلیون پنځه لکه څلور څلویښت زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري  نن  په هیواد کې په کرونا ویروس دککړو کسانو د وروستیو احصایو په اعلانولو سره وئيلي دي ، د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په تیر شواروز کې  په هیواد کې په کروناویروس نور  اته زره پنځه سوه لس ککړ کسان پيژندل شوي  چې له دوي اته سوه دولس په روغتونونو کې بستري شوي او تر دې دمه په درست ایران کې په درملنې پسې  یو میلیون  څلور لکه  کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .

Image Caption

  میرمن سیماسادات لاري وئيلي دي ،له بده مرغه په تیر شواروز کې  په کرونا ککړو یو سل اته کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دوي سره په درست ایران کې تر دې دمه دکرونائي قربانیانو شمیر هم  شپیته زره یو سل یو اتیا تنو ته زیات شوی دی .

ټیګونه