Mar 03, 2021 05:13 Asia/Kabul
  • ګوټرش له ظريف سره د يمن په اړه ټيلفوني صلاح مشورې وکړې

د ملګرو ملتو مشر آنتونيو ګوټرش بېګا د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير محمد جواد ظريف سره د يمن د حالاتو په باره کښې خبرې اترې وکړې.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې ګوټرش په دغه ټيلفوني تماس کښې د يمن د جنګ د خاتمې، د عادلانه صلحې او په دغه هېواد کښې د سياسي خبرو اترو د شروع کولو لپاره د ملګرو ملتو د وروستيو اقداماتو په بيانولو سره په يمن کښې د صلحې له ټينګښت سره په مرسته کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د مهمو هلو ځلو د دوام غوښتنه وکړه.

محمد جواد ظريف په دغه ټيلفوني تماس کښې په يمن کښې د عادلانه صلحې د ټينګښت لپاره د ملګرو ملتو له کوششونو څخه د ايران د اسلامي جمهوريت د ملاتړ په اعلانولو سره د جنګ د ختمولو، د محاصرې د لرې کولو او د يمن خلقو ته د انساندوستانه مرستو د رسولو په ضرورت تاکيد وکړ.

د ايران خارجه وزير همدارنګ هيله څرګنده کړه چې د يمن په دننه کښې د خبرو اترو په ترسره کېدو او د يو پراخ بنسټه حکومت په جوړېدو سره په دغه هېواد کښې د ثبات او قرارۍ کتونکي شوو.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.

 

ټیګونه