Mar 04, 2021 07:28 Asia/Kabul
  • د مجاهد قاضي شیخ احمد الزین د مړیني د امله د رهبری د ستر مقام د خواخوږي پیغام

د رهبری ستر مقام د لبنان د حزب الله سرمنشي ته د دې هیواد د علماو د شورا د مشر د مړیني د امله د خواخوږۍ پیغام وړاندې کړ.

د رهبری ستر مقام حضرت ایت الله خامنه ای د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصرالله سره د مجاهد قاضي شیخ احمد الزین د مړیني د امله غمشریکي وکړه.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود وفرمایل: د حضرت امام خمینی له نهضت څخه د هغه جانانه دفاع او د صهیونیستانو او استکبار په وړاندې د سیمي د ولسونو له مبارزې څخه د هغوی ملاتړ د مقاومت په تاریخ کې به هیڅکله هېر نه شي.

حضرت ایت الله خامنه ای زیاته کړه: موږ د لبنان ولس ته په تېره بیا د دې هیواد د اسلامي شورا غړو ته په تسلیت ویلو سره له خدای پاک څخه د هغوی لپاره د رحمت او مغفرت غوښتنه کوو.

شیخ احمد الزین په لبنان کې د اهل سنت د عالمانو څخه و چي د صیدا د ښار د قاضي او همدارنګه د دې هیواد د جمعیت علمای اسلام د شورا مشر تېر شوی و چي تل به یې د مقاومت له محور څخه ملاتړ کاوه.

 

 

 

ټیګونه