Mar 04, 2021 07:33 Asia/Kabul
  • امریکا دي ایران ته ۳۷ میلیون ډالره تاوان ورکړي

د هاګ نړیوالي محکمې د امریکا په ضد د ایران په دعوا کې د حکم په صادرولو سره له واشنګټن څخه غوښتی دی چي ژر تر ژره د ایران کنګل شوي شتمني واپس کړي او ۳۷ میلیون ډالره ایران د اوښتیو زیانونو د امله تاوان ورکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د نړیوالو حقوقي چارو مرکز اعلان وکړ چي د هاګ نړیوالي محکمې له لوري د صادر شوي حکم پر اساس امریکا باید د ایران د دولت ځینې کنګل شوي شتمني واپس کړي او همدارنګه د اوښتیو زیانونو د جبران لپاره ۳۷ میلیون ډالره ایران ته ورکړي.

ایران د هاګ په نړیواله محکمه کې له امریکا څخه د الجزایر د بیانیې د ژمنو څخه د سرغړونې د امله شکایت وګړ چي په پای کې دغه محکمې د ایران په ګټه حکم په صادر کړ. په ۱۹۸۱ میلادي کال کې د امریکا دولت د الجزایر د بیانیې څخه په سرغړونې سره د مالیې وزارت له لوري د نویو پابندیو په لګولو سره د ایران ځینې شتمنۍ کنګل کړې.

د امریکا حکومت که څه په یاده فیصله باندې نیوکه کړې وه خو دغه نړیوالي محکمې د امریکا نیوکې بې ځایي وبللې.

 

 

 

 

 

 

ټیګونه