Mar 04, 2021 07:40 Asia/Kabul
  • د امریکا له خوا د بندیزونو لیري کېدا د برجام د پلي کېدو یواځینۍ لاره ده

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال اعلان وکړ چي د امریکا له لوري په ایران باندې د لګول شویو غیرقانوني بندیزونو لیري کول د برجام د موافقې د خوندي کولو یواځینۍ لاره ده.


د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي د یونان د بهرنیو چارو د وزارت له سرمنشي ثمیستوکلیس دمیریس سره په خبرو کې وویل: د برجام د ایټمي نړیوالي موافقې نورو لورو باید له دغه فرصت څخه د رغنده ډیپلماسۍ لپاره کارواخلي او له هر داسي اقدام څخه ډډه وکړي چي د حالاتو د لا خرابېدو سبب ګرځي.

هغوی برجام موافقه د نړیوالي ډیپلماسۍ یوه ستره لاسته راوړنه وباله او ټینګار یې وکړ چي د ایران له لوري د ژمنو کمېدا د دې موافقې په چوکاټ کې د امریکا او اروپایي لورو د نه ژمنتیا په وړاندې تر سره شوي.

هغه همدارنګه د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ د واکمنو په شورا کې د ایران په ضد د پریکړه لیک د وړاندې کولو څخه په نیوکې سره وویل: د امریکا د فشار سیاست له ماتي سره مخ شوی دی او ایران د دغه چلند دوام نه شي زغملای.

د یونان د بهرنیو چارو د وزارت سرمنشي وویل چي هیواد یې له برجام څخه د امریکا له وتلو او په ایران باندې د بندیزونو لګولو سره مخالفه دی او د خبرو اترو له لاري د ستونزو په حل باندې ټینګار کوي.

 

 

 

ټیګونه