Mar 04, 2021 14:13 Asia/Kabul
  • IAEA  د سیاسی لوبې ځاي نه دی،ځان دې وپيژني

امریکا دې لومړی ایران ته تاوان اوګرَمه ورکړي څو بیرته دنړیوالې ایټمي موافقې غړی هیواد شي،ځکه په مستقیم ډول ئې دوه سوه میلیارډ ډالري تاوان رسولی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني  نن د کورنیو چارو د وزارت د ملی پروژو  دافتتاح په دستورو کې  دایټمي انرژۍ په نړیوال آژانس کې د اروپائي ټرائيکا وروستي اقدام ته په اشارې سره  ټينګار کړی دی ، د آژانس  چارواکي پوهیږي ، چې  په دې مودې کې مو ښې ملګرتیاوې درلودلي دي .

ډاکټر حسن روحاني  د آژانس واکمنې شورا ته د ایران په ضد دپریکړه لیک  په وړاندې کولو کې د اروپائي ټرائيکا  اقدام ته په اشارې سره  روښانه کړې ده،درې اروپائي هیوادونه دې پوهه شي ، چې  آژانس دې  دسیاسی لوبې ځاي نه دی .

 د اسلامی ایران ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د آژانس راپورونه هم د ایران ملګرتیاوې تائيدوي،زیاته کړې ده،اروپائي هیوادونه  د دوستۍ ادعا کوي،خو په یوه داسې پلان پسې دي،چې  په واکمنې شورا کې ئې پر مخ بوځي .

 هغه همداراز وئيلی دي ،دغه درې اروپائي هیوادونه او آژآنس دې اړیکې خرابې نه کړي . 

  د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره چې دآژانس کار تخنیکی دی وئيلی دي،په همدې وروستیو اونیو کې له آژانس سره ډيرې ښې موافقې ته رسیدلي یوو ، پریږدئ  چې دغه موافقه  دوام ومومي.ګ

ډاکټر روحاني امریکایانو ته په خطاب کې وئيلی دي ،د امریکا د ترهه ګر حکومت دخلاف ورزیو او اقداماتوپه وړاندې مو تردرو کلونو پورې مقاومت وکړ ، په داسې حال کې چې  حتی  په کروائي بحران کې هم  دوي په انساني  دندو عمل ونه کړ .

 د اسلامی ایران ولسمشر همدرااز ووئیل،د امریکا مخکیني حکومت په تاریخ کې باید  د ایران او نړۍ دخلکو په وړاندې  شرم وکړي . هغه زیاته کړې ، امریکا دې لومړی  ایران ته تاوان اوګرَمه ورکړي څو  بیرته  دنړیوالې ایټمي موافقې غړی هیواد شي،ځکه  په مستقیم ډول ئې  دوه سوه میلیارډ ډالري  تاوان رسولی دی .   دایران ولسمشر ټینګار کړی دی ، که کار وځنډیږي ، نو نیغ په نیغه مسئوله به ئې امریکا وي ،  ایران چمتووالی ښودلی هروخت چې بندیزونه ختم شي ، نو خپلو درستو ژمنو ته به بیرته وګرځي .

 

ټیګونه