اروپائي ټرائيکاد ایران په ضد دIAEA په واکمنې شورا کې له خپل دریځه په شاشوه
په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي کاظم غریب آبادي نن په همداوروستیو کې پخپل یو ه ټولینز پیغام کې لیکلي دي،په هغو پراخو سلامشورو پسې چې د ایټمي انرژۍ په نړیوال آژانس کې شوي دي،له غیر ضروري تاؤتریخوالو دمخنیوي لپاره د هیلې یو څرک په رابرسیره کیدا دی .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس په واکمنې شورا کې د ایران په ضد دپریکړه لیک له وړاندې کولو د اروپائي ټرائيکا دشاتګ په باب دخبرونو له خپریدا سره په یووخت وئیل شوي چې د آژانس په واکنې شورا عقلانیّت برلاسه شوی دی .
په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي کاظم غریب آبادي نن په همداوروستیو کې پخپل یو ه ټولینز پیغام کې لیکلي دي،په هغو پراخو سلامشورو پسې چې د ایټمي انرژۍ په نړیوال آژانس کې شوي دي،له غیر ضروري تاؤتریخوالو دمخنیوي لپاره د هیلې یو څرک په رابرسیره کیدا دی .
له دې مخکې د وال سټریټ ژورنال نامتو خبریالې نورمن لارنس پخپل ټولنیز پیغام کې لیلکي دي ، داسې خبرونه رارسیږي ، چې اروپائي ټرائيکا به دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس په واکمنې شورا کې د ایران په ضد پریکړه لیک وړاندې نه کړي او دوي شاتګ کړی دی . چې څو شیبې وروسته ئې دځينوسرچینو له خوا دا خبر تائيد کړی دی .

