Mar 04, 2021 16:38 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران په ټول توان سره په افغانستان کې د سولې اوثبات ملاتړ کوي

د ایران د اسلامی شوراد ښځو دفریکشن او د افغانستان د ولسی او مشرانو جرګو د ښځينه غړو په ویډيو ئي کنفرانس کې دسیمې د تل پاتې سولې او امنیت په تامنیدا کې د ایران داسلامی جمهوریت پر رول ټينګار شوی دی .

 مجلس خبری آژانس راپور ورکړی،  د  ایران داسلامی شورا د ښځو دفریکشن مشرې میرمن فاطمه  قاسم پور  وئيلي دي ، په افغانستان کې  او په سیمې کې سوله او ثبات  یوه  داسې موضوع ده چې  ایران ئې په ټول توان سره تعقیبوي  او باید دهغو ډلو ټپلو په مقابل کې چې  دسیمې اوافغانستان امنیت له خطرې سره مخامخ کوي ،ودریږو .

 میرمن  فاطمه قاسمي  زیاته کړې ، اسلامی ایران تل  تر کلونو کلونو  د افغان کډوالو هرکلی او میلمه پالنه کړې ده  او  دم ګړۍ هم  په ایران کې ډير زیات افغانان  په کار او تعلیم بوخت دي  او ددغه هیواد امنیت د ایران لپاره ډير اهمیّت لري .

 د ایران داسلامی شورا دښځو د فریکشن مشرې،  له افغانستان سره د  ډيپلوماسۍ ، اقتصادی او سیاسی پلوه  د سیمه ایز ارتباطاتو  پراختیا،د ایران لپاره ډير اهمیّت لري  او  په پارلیماني حوزې او دغه راز په نورو حوزو کې د  میرمنو د حوزې د فعالانو اړیکې  هم د دو اړو هیوادونو یو مهم لومړیتوب دی .

 د  ایران د اسلامی شوراد ښځو دفریکشن او د افغانستان د ولسی او مشرانو جرګو  د ښځينه غړو په ویډيو ئي کنفرانس کې دسیمې د تل پاتې سولې او امنیت  په تامنیدا کې د ایران داسلامی جمهوریت پر رول ټينګار شوی دی .

 

ټیګونه