Mar 05, 2021 05:28 Asia/Kabul
  • په برجام دوباره خبرې نه شي کیدې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا د ایټمي موافقې په سره د بیاوارې مذاکرې په هکله د ونډي شرمن د وروستیو څرګندونو په غبرګون کښې وویل: برجام د دوباره مذاکرې وړ نه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا د ایټمي موافقې په سره د بیاوارې مذاکرې په هکله د ونډي شرمن د وروستیو څرګندونو په غبرګون کښې وویل: برجام د دوباره مذاکرې وړ نه دی.

محمد جواد ظریف په ټویټر کښې، په دې هکله د ونډي شرمن ادعا ته په اشارې سره چې لویدیځه آسیا په ۲۰۲۱ کال کښې بدله شوې ده او باید نویو حالاتو ته په پام سره، د ایټمي موافقې په هکله له ایران سره خبرې اترې وشي، ولیکل: که ۲۰۲۱ کال د ۲۰۱۵ کال یعنې د هغه کال په شان نه دي چې ایټمي موافقه لاسلیک شوه، نو اوسني حالات هم د ۱۹۴۵ کال (په امنیت شورا کښې د وټو د حق د تصویبیدو) په شان نه دي.

هغه د ۱۹۴۵ کال په پرتله په ۲۰۲۱ کال کښې د حالاتو بدلیدو ته په پام سره زیاته کړه: په دې وجه راشئ چې د ملګرو ملتو منشور بدل کړو او د وټو حق چې زیاتره ترې امریکا ناوړه استفاده کوي، ختم کړو.

هغه له امریکې وغوښتل چې د برجام ایټمي موافقې اجرا ته مخه کړي.

 

ټیګونه