Mar 05, 2021 15:07 Asia/Kabul
  • شرمن ته د ظريف ځواب؛ د برجام په اړه بيا خبرې اترې ممنوع

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير يو ځل بيا د امريکې د ولسمشر جوبائيډن د حکومت غوښتنې ته په ځواب کښې وويل، برجام ايټمي موافقه د بيا خبرو اترو وړ نه ده.

د امريکې د خارجه وزارت نامزد قائم مقامې مېرمن ونډي شرمن پرون ادعا وکړه، جيو پلېټکي حالات بدل شوي دي او امريکه له برجام نه لا زيات مضبوطه او اږده موافقه غواړي.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف نن په يو ټوئيټ کښې وليکل، که ۲۰۲۱ کال نور ۲۰۱۵ کال نه دے نو ۱۹۴۵ کال هم نه دے او پکار دے د ملګرو ملتو منشور بدل شي او د ويټو حق دې هم ختم کړې شي چې په ځلونو ترې د امريکې لخوا ناوړه استفاده شوې ده.

په دې ورځو کښې د برجام ايټمي موافقې په اړه د بائيډن د حکومت لخوا مختلف دريځونه اعلانيږي چې څه نوے پېغام نه لري او هم هغه د ډونالډ ټرمپ د حکومت د زيات نه زيات دباو د ماتې خوړلي سياست د لارې دوام دے. د امريکائي چارواکو په تېره بيا د بائيډن د حکومت د بهرني سياست د ټيم اعلان شوي دريځونه له عمل سره غږملتيا نه لري او يوازې د ډېپلومېسۍ د لارې د خلاصېدو خبره کوي.

د امريکې پخواني خارجه وزير هنرې کسېنجر د بائيډن حکومت ته خبردارے ورکړے دے چې د ايران په خلاف د مخکښيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له زيات نه زيات دباو سياست ته دې دوام  ورکړي چې د سپينې ماڼۍ د انډيوالو ګټې وساتل شي.

د ټرمپ د حکومت څلور کلنې تجربې وښودله چې د امريکې له زيات نه زيات دباو سياست د ايران په وړاندې خپلو اهدافو ته ونه رسېدې شو او دغه سياست د ايران د ملت په زيات نه زيات مقاومت سره له ماتې سره مخامخ شو. د بائيډن د حکومت لخوا د دغې لارې تکرارول سټراټيجکه غلطي ده، ځکه چې ايران د خپلو ګټو او مصلحتونو په پوره کولو کښې د بهرنيو لوبغاړو له ارادې سره وابسته نه دے.

برجام ايټمي موافقې ته د امريکې د ستنېدو لپاره د ايران پرېکنده خبره د بنديزونو ختمول دي او د هر ډول سياسي دباو او ګواښ يوازې حالت لا پېچلے کوي او ايران په هيڅ ډول حالاتو کښې خپل اصول څنګته نه ږدي. په دې مېنځومان کښې د اسلامي شورا په  جرګه کښې د بنديزونو د لغو کېدو لپاره تصويب شوے د سټراټيجک اقدام قانون په برجام کښې د ايران د ګټو او مصلحتونو د پوره کولو لپاره يوه مضبوطه اډاڼه ده.

ايران په برجام ايټمي موافقه کښې شتون لري او په خپلو ژمنو يې عمل کړے دے او د خپلو ژمنو له عملي کولو نه بغېر برجام ته د امريکې د ستنېدو په اړه خبرې اترې نه تائيدوي او په بنيادي توګه دا يو غېر منطقي اقدام دے. امريکه ژمنه ده چې د بنديزونو په ختمولو او د عملي تدابيرو په غوره کولو سره دې برجام ته ستنه شيو ځکه چې دا يوه حکومتي دنده ده چې سپينې ماڼۍ له برجام نه په وتلو سره د ژمنې خلاف ورزي کړې ده.

د ايران او د ايټمي انرجۍ د نړيوال اژانس موقته او درې مياشتنۍ موافقه د ډېپلومېسۍ لپاره يو نوے فرصت دے چې لويديځ لورے دې په خپلو برجامي وعدو باندې په عمل په تېره بيا د ايران په خلاف د بنديزونو په ختمولو سره ايټمي موافقه له موجوده ماتېدونکي حالت څخه وژغوري.

خو ايران د اسلامي شورا د جرګې د قانون په اډاڼې سره د خپلو ګټو او مصلحتونو د پوره کولو لپاره قانوني ملاتړ لري او تر راتلونکو دريو مياشتو پورې لويديځ لورے خپلې برجامي ژمنې پوره نه کړي نو د ايران د صلح ايزو ايټمي فعاليتونو پراختيا به دوام ومومي.

 

ټیګونه