Mar 05, 2021 15:29 Asia/Kabul
  •  د ژوند د چاپېريال فعاليتونه ديني او انقلابي فعاليتونه دي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکيد وکړ، د ژوند د چاپېريال فعاليتونه ديني اوانقلابي فعاليتونه دي او پکار نه دے ورته په تجملاتي او سېنګاري سترګه وکتې شي.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي نن د شجرکارۍ د ورځې او د طبيعي سرچينود هفتې په مناسبت دوه د ميو بوټي وکرل او په يوه وېنا کښې يې ونې بوټي او شنه فضاء يې په ژوند او د بشري تمدن په جوړښت کښې يو مهم عامل وبلله.

دوي د ژوند چاپېريال ته د پاملرنې معرفي او ديني ريښو ته په اشارې سره دا خبره څرګنده کړه چې د ونې کرل او د نيالګي لګول له هغو نېکيو او حسناتو څخه دي چې د اسلام په مقدسه شرع کښې ورباندې تاکيد شوے دے.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په اساسي قانون کښې هم د ژوند د چاپېريال اهميت ته اشاره وکړه او د هېواد اقليمي او د ژوند تنوع د ژوند د چاپېريال په زمينه کښې د ولسي  وګړو او ځوانانو د فعالېدو لپاره مناسبه رمينه وبلله.

حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د ګټې لټونکو په لاسو د ځنګلونو، طبيعي سرچينو او د زمکې لاندې د دسترخوانونو په تخريبو باندې د افسوس په څرګندولو سره تاکيد وکړ، د ژوند د چاپېريال ورانولو يو ستر مصيبت دے چې د انسان راتلونکې ضائع کوي، نو ځکه پکار دے چارواکي او ټول خلق يې په مقابل کښې ټينګ اودريږي.

معظم ر هبر د ځنګلونو د سوزېدو او د سمندرګيو او تالابونو د اوچېدو په شان پېښو ته په اشارې سره وفرمايل: دغه پېښې اټکلېدونکې دي او هغه چارواکي چې په خپلو دندو او ذمه واريو عمل نه کوي ګرم دي.

حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د نوي کال په درشل کښې د کورونا مسئلې په اړه وفرمايل: تېر کال د نوروز د اختر په ورځو کښې خلقو په سپارښتنو پوره عمل وکړ او يو ستر مصيبت يې د هېواد له سره لرې کړ خوسږ کال خطر لا زيات او پراخ دے نو سږ کال دې هم ټول په سپارښتنو عمل وکړي.

 

ټیګونه