د اسرائيلو محاسباتي تیروتنې به خطرناکې نتیجې ولري
په ملګروملتو کې دایران دایمي استازي وئیلی دي ، په ایران د تورونو له لګولو د صهیونیسټي رژيم موخه ، په سیمې کې د اسرائیلو له جنایتونو د عمومي افکارو د غړولو او ځان مظلوم بریښونې لپاره یوه هڅه ده .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ،په ملګروملتو کې د ایران دایمي استازي مجید تخت روانچي بیګا د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوترش او همداراز د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک لیږلو سره په دې باب د اسرائيلو تورونه چې ایران په عمان خلیج کې د اسرائيلو پر کشتۍ د وروستۍ حملې عامل دی ، بې اساسه بللي او په کلکه ئې رد کړي دي .
هغه ټينګار کړی ،ددغې حملې ځانګړنې ښئې چې دا دهغو لوبغاړو کار دی چې خپل ناروا موخې او شرغواړي سیاستونه تعقیبوي .
په ملګروملتو کې دایران دایمي استازي وئیلی دي ، په ایران د تورونو له لګولو د صهیونیسټي رژيم موخه ، په سیمې کې د اسرائیلو له جنایتونو د عمومي افکارو د غړولو او ځان مظلوم بریښونې لپاره یوه هڅه ده .
مجید تخت روانچي روښانه کړې ده ، دنیا باید ددغه واقعیّت په نسبت هوښیاره او ځيره ووسي او دځپلو بلاغواړو خویونو په خاطر دې صهیونیسټي رژيم په مسئول پيژندنې سره دوي ته یادونه وکړي ، چې د خپلو محاسباتي تیروتنو د هرډول اقدام دنتیجو به پخپله مسئول وي .