Mar 06, 2021 14:23 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتو مشر ته د ايران ليک؛ په فارس خليج کښې له ماجرالټونې څخه د صهيونېسټ رژيم د اهدافو په اړه خبردارے

صهيونېسټ رژيم مودې اوشوې چې د بهانې جوړونې په تکل کښې دے او په دې لړ کښې يې په ځلونو د ايران په خلاف داسې ادعاګانې مطرح کړې دي چې په آخر کښې ثابتې شوې نه دي.

تقريباً دوه هفتې مخکښې د فرورۍ په ۲۵ نېټه له صهيونېسټ رژيم سره متعلق يو بار وړونکې کيشتۍ چې د برطانيې د جعلي هويت او د موټر وړونکې د نامې په پوشش کښې سيمې ته داخله شوې وه په عمان سمندر کښې وچاوده.

په ظاره ټاکل شوې وه چې کيشتۍ پېژندګلوي پټه پاتې شي چې سيمې ته په ننوتلو سره يو لړ اقدامات ترسره کړي؛ خو له دغې پېښې څو ګېنټې وروسته د صهيونېسټ رژيم ټيلي ويژن اعلان وکړ چې دغه کيشتۍ چې اېم وي هليوس ري نوميږي د موساد استخباراتي ادارې د مشر يوس کوهن له يو نزدې ملګري سره متعلق ده.

د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم نتنياهو هم د څه ثبوت او سند له وړاندې کولو نه بغېر ايران د دغې کيشتۍ په چاودېدو کښې په لاس لرلو تورن کړ.

په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي مجيد تخت روانچي پرون د ملګرو ملتو مشر آنتونيو ګوټرش او د امنيت د شورا مشر ته د يو خط په لېږلو سره دغه تور بې بنياده وبلۀ او هغه يې رد کړ.

مجيد تخت روانچي تاکيد وکړ، د دغې حملې خصوصيتونه ښودنه کوي چې د هغو لوبغاړو لخوا ترسره شوې ده چې خپل له شرارته ډک سياستونه او ناروا هدفونه تعقيبوي.

دا اټکل له حقيقت نه لرې خبره نه ده؛ ځکه چې صهيونېسټ رژيم په سختو او بحراني حالاتو کښې ګېر شوےدے. نو ځکه دا احتمال شته چې دغه رژيم له مخکښې نه په يو پلان شوي اقدام کښې په دغې چاودنې سره کوشش کوي داسې وښئ چې ايران له صهيونېسټ رژيم سره د متعلقې کيشتۍ په چاودېدو کښې لاس لرلےدے. د صهيونېسټ رژيم مقصد په سيمه کښې بحران جوړونه ده چې د صهيونېسټ رژيم  په يو بار وړونکې کيشتۍ کښې د چاودنې په سناريو سره  يې پلاننګ شوے دے. نو ځکه د دغې سناريو شننه او څېړنه له دوو اړخو کېدې شي.

د مسئلې وړومبنے اړخ هم هغه ډول چې په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي ورته اشاره وکړه؛ د اسرائيلي رژيم ځان مظلوم ښودنه او په سيمه کښې د دغه رژيم له جنايتونو څخه د ذهنونو اړول دي.

تخت روانچي واضحه کړه چې دنيا پکار دے د دغه حقيقت په اړه هوښياره اوسي او د خپلو فوځي ماجر لټونو په وجه د اسرائيلي رژيم په ذمه وار پېژندلو سره ورته يادونه وکړي چې د خپلې محاسباتي غلطۍ په اړه د هر ډول اقدام د عواقبو ذمه وار به وي.

البته د مسئلې د بل اړخ په باره کښې بايد وويل شي چې په داسې حالاتو کښې چې د مقاوت محور د سيمې په مختلفو محاذونو کښې يو لړ سترې کاميابۍ ترلاسه کړې دي او کړې شوي يې دي چې په عراق او سوريې کښې د غربي، عبري او عربي مثلت تر ملاتړ لاندې ترهه ګرې ډلې وځپي او د يمن د جنګ په محاذ کښې هم د سعوديانو په خلاف د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو ډېرو او باور نه کېدونکو کاميابيو دښمن سرګردانه کړے د ے، د صهيونېسټ رژيم په کيشتۍ باندې د حملې په شان د تورونو پلان په فارس خليج سيمه کښې د امنيتي تاوتريخوالو د رامنځته کولو په هدف سره جاجول کېدې شي.

په نورو الفاظو سره بايد وويل شي چې صهيونېسټان د رواوالي له بحران سره مخامخ دي نو اوس ځکه په سيمه کښې د نوې پښې ځاے پېدا کولو په تکل کښې دي او کوشش کوي چې دا پېغام خپور کړي چې ايران د ګواښ سبب دے او په دې بهانې سره د فارس خليج سيمې ته داخل شي.  دغه موضوعاګانې ښودنه کوي چې په دغې سناريو کښې ځينې پټ مقاصد پراتۀ دي چې د خودساخته تاوتريخوالو او بحرانونو له لارې تعقيبيږي.\

--------

 

ټیګونه