Mar 07, 2021 07:47 Asia/Kabul
  • په عراق کښې امنیت، یووالی او صلحه د ایران وړومبیتوب دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د عراق له وزیراعظم سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ چې په دغه هیواد کښې امنیت، یوموټې توب او صلحه د ایران وړومبیتوب او د جدي پاملرنې وړ دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د عراق له وزیراعظم سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ چې په دغه هیواد کښې امنیت، یوموټې توب او صلحه د ایران وړومبیتوب او د جدي پاملرنې وړ دی.

ولسمشر حسن روحاني پرون د عراق له وزیراعظم مصطفی الکاظمي سره په ټیلیفوني خبرو کښې وویل: د عراق په کورنیو چارو کښې د هر ډول بهرنۍ مداخلې مخالف یو او هغه د دغه هیواد او د ټولې سیمې په تاوان ګڼو.

هغه زیاته کړه: امریکایانو په سیمه کښې تل خرابونکی رول لوبولی دی او له خپل هیواده د امریکايي پوځیانو د ایستلو په هکله د عراق د پارلیمان د مصوبې په اجرا کښې بیړه، په دغه هیواد او سیمه کښې د صلحې، ثبات او ارامښت له ټینګولو سره مرسته وکړي.

د اسلامي ایران ولسمشر د امنیت، کرارۍ او صلحې د ساتنې په موخه د سیمې له هیوادونو سره ملګرتیا ته د تهران په چمتووالي ټینګار وکړ.

په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې د عراق وزیراعظم هم، ایران د عراق د یو ښه ګاونډي او ورور هیواد په توګه یاد کړ او د دواړو هیوادونو د ریل پټلیو سره نښلیدل یې د بغداد-تهران د اقتصادي او سوداګري اړیکو د پراختیا په لاره کښې یو مهم ګام وباله.

الکاظمي په عراق کښې د امنیت او ټکاؤ له ټینګښت سره د مرستې په خاطر د ایران په قدرونې سره، د ایران خلاف د امریکې بندیزنه غیرقانوني او ظالمانه وبلل.

 

ټیګونه