Mar 07, 2021 07:53 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته د روسیې د ولسمشر پيغام وړاندې شو

په ایران کښې د روسیې سفیر په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له صلاحکار سره په کتنه کښې معظم رهبر ته د ولادیمیر پوټین پیغام هغه ته وسپاره.

په ایران کښې د روسیې سفیر په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له صلاحکار سره په کتنه کښې معظم رهبر ته د ولادیمیر پوټین پیغام هغه ته وسپاره.

لوان جاګاریان پرون په تهران کښې له علي اکبر ولایتي سره په ملاقات کښې، د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین پیغام، ښاغلي ولایتي ته وړاندې کړ.

ولایتي په دغې کتنې کښې روسیه او ایران ډیر مهم دوستان او پایداره ګاونډیان وبلل او د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګریزو. اقتصادي او کلتوري ملګرتیاؤ او سټراټیجکو اړیکو لرغونوالې یې په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو د سټراټیجکو اړیکو د دوام مهم لامل وباله.

هغه ټینګار وکړ چې د ایران او روسیې اړیکې د متقابل احترام په ساتلو سره یوه سټراټیجي ده.

د اسلامي انقلاب د ستر لارښود صلاحکار ټینګار کړ: د سوریې د چارواکو په بلنه له دغه هیواد سره د ایران او روسیې ملګرتیاؤ له سوریې سره مرسته وکړه چې د دښمنانو په وړاندې اودریږي او کامیابه شي.

هم داشان په تهران کښې د روسیې سفر هم د دواړو هیوادونو د اړیکو د ودې او پراختیا له بهیره د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: د روسیې او ایران ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا د خپل مینځي ملګرتیاؤ د دوام لامل شوې ده او دواړو هیوادونو په دې لړ کښې اغیزناک ګامونه پورته کړي دي.

 

ټیګونه