Mar 07, 2021 12:39 Asia/Kabul
  • اروپایان دې نړیوالې ایټمي موافقې ته بې پامي ختمه کړي

ایران تیار دی ، د امریکا دغیر قانوني بندیزونو له ختمیدا او ددباؤ او ګواښ له سیاسته ددغه هیواد له لاس په سر کیدا وروسته ، سمدستي خپل جبرانوکي اقدامات د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس ترسره کړي او پخپلو ژمنتیاؤ عمل وکړي .

 ایسنا خبری آژانس راپور ورکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  نن په تهران کې د آیرلینډ له خارجه وزیر سایمّن کاووني سره په کتنې کې وئيلي دي ، دملګروملتو امنیت شورا باید   ددغې موسیسې  دپریکړه لیک دخلاف ورزۍ په دلیل د امریکا د پخواني کرغیړن حکومت  په وړاندې مناسبت چلند  کړی وائ .

ډاکټر حسن روحاني  دا یران دملت په ضد دامریکا دزیاتره دباؤ او غیر قانوني بندیزونو  ماتې  او  په دې موضوع د دغه هیواد نوي واکوالانو  اعتراف ته په اشارې سره وئيلي دي،  د څو اړخیزې نړیوالې  موافقې په توګه دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې فعالول ،  د درستو غړو دبشپړ ژمنتیاؤ  پوره کیدا او د امریکا  دبندیزونو له لغوه کیدا سره  مشروط دي .

  داسلامی ایران ولسمشر زیاته کړې ده ،  ایران جامعې نړیوالې ایتمي موافقې  او ساتلو ته ئې ژمن دی او یوازینی لوری دی چې  ددې لپاره ئې لګښت ورکړی دی ، خو دا   حالت  په همدې شکل سره دوام نه شي موندلی .

ډاکټرروحاني دایران داسلامی شورا   دمصوّبې په اساس د الحاقي پروټوکول د خپلې خوښې داجرا په درولو کې  د ایران اقدام ته په اشارې سره ټينګار کړی ،دالحاقي پروټوکول داجرا  له درولو سره سره ، ایران  هماغه راز  دایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره ملګرتیا ته  هوډمن دی .

 هغه روښانه کړې ده ، ایران تیار دی ،  د امریکا دغیر قانوني بندیزونو له ختمیدا او ددباؤ او ګواښ له سیاسته ددغه هیواد  له لاس په سر کیدا وروسته ، سمدستي  خپل جبرانوکي اقدامات   د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د  مادو په اساس ترسره کړي او پخپلو ژمنتیاؤ عمل وکړي .

 دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  همداراز په درستو  زمینو په تیره بیا په اقتصادي او تجارتي  اړیکو کې د تهران او ډوبلین  دایړکو پراختیا او ژورتیا  غوښتونکی شو . د آئيرلینډ خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې  وئيلي ،  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د  امریکا د پخواني کرغیړن ولسمشر ټرمپ  وتل یوه تاریخي تیروتنه وه چې امریکا ئې په نړۍ کې منزوي کړې ده .

 

ټیګونه