Mar 08, 2021 07:29 Asia/Kabul
  • د امریکې له خوا د بندیزونو په لیري کېدا د ظریف ټینګار

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکې له خوا د غیرقانوني بندیزونو په بشپړه لیري کېدو باندې ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف د ایرلنډ د بهرنیو چارو له وزیر سایمون کاوونی سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چي د ایران اصولي سیاست دا دی چي د امریکا له خوا د غیرقانوني بندیزونو تر لیري کېدو وروسته د برجام نړیوالي ایټمي موافقې ته راستون شي.

د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیر کاوونی هم په دې لیدنه کې وویل چي هیواد یې د امنیت شورا د غړي او د ملګرو ملتونو د ۲۲۳۱ د پرېکړه لیک د تسهیلوونکی هیواد او د اروپایي اتحادیې د غړي په توګه له دغه بهیر سره مرستي ته تیار دی.

دواړو لورو د اقتصادي اړیکو تر څنګ په سیمه کې په تېره بیا په عراق، یمن، سوریې، لبنان، فلسطین او افغانستان کې د سیمه ایزو ټنشنونو د راکمولو په اړه خبرې وکړې.

د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیر وویل چي د تر سره شویو موافقو په اساس به د دغه هیواد سفارت په تهران کې پرانیستل شي.

 

 

 

ټیګونه