Mar 08, 2021 14:00 Asia/Kabul
  • ګواښونو ته د ځواب ويلو لپاره د ايران د قوت وسائل او عناصر

د ايران په خلاف د صهيونېسټ رژيم ګواښونه او ادعاګانې د بې وسۍ او بې چارۍ په وجه دي.

د ايران د اسلامي  جمهوريت د دفاع وزير جنرل امير حاتمي پرون په يوه غونډه کښې د ايران په خلاف د صهيونېسټ رژيم د مشرانو د وروستيو ګواښونوته په اشارې سره وويل: ځينې وختونه د دغه رژيم مشران چټي ادعاګانې کوي او  ايران  او اسلامي جمهوريت په خپل اند ګواښي، څرګنده ده چې داسې خبرې د بې وسۍ او ناچارۍ په وجه دي، د اسلامي انقلاب معظم رهبر او د ټولو قواو معظم قوماندان په هم هغه کلونو کښې چې صهيونېسټانو بکواسات کول وفرمايل: صهيونېسټ رژيم زمونږ اصلي دښمن نه دے او د ايران د اسلامي جمهوريت  په اندازه نه دے  او پوهيږي او که نه پوهيږي بايد پوهه شي چې که څه غلط حرکت يې وکړ نو تل ابيب او حيفا به له خاورو سره خاورې کړوو.

امريکه او صهيونېسټان د اسلامي انقلاب د کاميابۍ له وخت نه تر ننه پورې تل ايران ګواښلے او غواړي اسلامي جمهوريت ته زيان ورسوي.

په دفاعي چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار جنرل حسين دهقان د دغو لفاظيو او ګواښونو په ځواب کښې وائي:  څوک  چې غواړي حمله وکړي او د ګوزار کولو امکان ولري نو مخکښې يې نه اعلانوي خو کله چې بې له دې چې  څه کار وکړي شور شغرب کوي نو غواړي له دې څخه د خپلو سياسي ګټو د پوره کولو لپاره استفاده وکړي.

د فوځي تئوريو له مخې هيڅوک جنګ ته نه رادانګي مګر دا چې د دوو اړخو ضمانت ورکړي، وړومبې دا چې مطمئن وي چې کاميابيږي او دويم دا چې وکړې شي کنټرول يې کړي او هر وخت چې وغواړي ختم يې کړي.

د سيمې بدلونونو ته يوه کتنه ښودنه کوي چې د اېشيا په لويديځ کښې فوځي سټراټيجک انډولونه بدل شوي دي.

له صهيونېسټ رژيم سره وابسته دبکا فائل امنيتي خبري سائيټ څو ورځې مخکې په يو رپوټ کښې د ايران په توغنده اي قوت باندې

په اعتراف سره وليکل، د لويديځو کارپېژاندو د غلط اټکل په خلاف امريکه او اسرائيل د ايران له توغنديو سره د مقابلې توان او ظرفيت نه  لري.

اوس په دقيقه توګه د دښمنانو په نښه کولو کښې د ايران توانمني ثابته شوې ده او دوباره د دغې توانمنۍ بيا آزمائنه نه تلافي کېدونکې خطا ده. د بغداد له هوائي ډګر سره نزدې د امريکې د ډورن ترهه ګريزې حملې چې  پکښې د ايران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک قوماندان جنرل قاسم سلېماني  او د عراق  د ولسي ځواک د مشر نائب ابو مهدي المهندس او د هغوي يو شمېر ملګري شهيدان شول په ځواب کښې د عراق په عين الاسد امريکائي فوځي اډې باندې د تېره ميلادي کال په جنورۍ کښې توغنده اي حملې دښمنانو ته د ايران ځواب ويونکے  او يرغل کونکے قوت وښود.

د ايران د قوت او اقتدار د عناصرو او وسائلو يو بل اړخ ګواښونو ته په ځواب ويلو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت نرم قوت دے. د ايران د دفاع وزير تاکيد وکړ،قوت او قدرت مختلف عناصر او اړخونه لري، او د خداے پاک په فضل سره اسلامي جمهوريت نن د قوت له ټولو اړخونو څخه برخور دے او ترې له هېواد څخه په دفاع او د امنيت او ثبات په ساتنه کښې استفاده کوي.

البته هم هغه ډول چې جنرل امير حاتمي ورته اشاره وکړه، صهيونېسټ رژيم ځينې وختونه له خپل حد او اندازې نه په غټو لفاظيو او بکواساتو او تحريکونکو اقداماتو سره کوشش کوي ځان په ثبات لرونکي پوزيشن کښې اوښئي. په حقيقت کښې په سيمه کښې د اسرائيلو موجودګي د  خودساخته  بحرانونو، تاوتريخوالو ، وژلو، ګواښ او جنګ له لارې ساتل کيږي؛ خو د دغه رژيم مشران بايد پوه شي چې د دوي شرارتونه او تيري ګرۍ به په پرېکنده توګه سخت او نابودونکے ځواب ترلاسه کړي.

----------

 

ټیګونه