Mar 08, 2021 16:17 Asia/Kabul
  •  د مقاومت د لارې هيڅ برخه دې سسته نه شي

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان وويل؛ مقاومت يوه لار ده چې پکار دے يوه برخه يې هم سسته نه شي.

د اېرنا د رپوټ له مخې جنرل حسين سلامي نن د ايران په سنندج ښار کښې د جهاد او مقاومت د ادبياتو لسمې نمانځنې په مراسموکښې وويل، د ايران ملت په دې لار کښې هيڅ تېروتنه نه کوي ځکه چې د انقلاب د معظم رهبر چې په مومنانو مهربان او رؤف دےلارښونې ته سترګې  غړوي.

هغه د دې په بيانولو سره چې د اسلامقدرمن پېغبر (ص) د دې سبب شو چې بشريت د طاغوت له اسارته او غلامۍ څخه د ازادۍ لاره کښې وګرځي زياته کړه،د اسلام پتيالۍ، آزادۍ، انصاف، معنويت، کرامت، اخلاقو او طهارت د ټولو انسانو روحونه له خوشبوئۍ ډک کړل.

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان دې ته په اشارې سره چې د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) بعثت د دې سبب شو چې د دنيا سترې امپراطورۍ دړې وړې شي زياته کړه، د اسلام زړۀ راکښکونکې وږمه په ټول عالم کښې خپره شوه او د هغو لږ کسانو په وړندې چې د اسلام له زيري څخه يې ويره لرله بريالۍ شوه.

هغه د دې په بيانولو سره چې د نړۍ ټول اشرار او شېطاني قوتونه  سره يوځاے شوي دي او ايران ته د طمې سترګې غړوي زياته کړه، دا په داسې حال کښې دي چې په دې ټاټوبي کښې د دښمن په وړاندې هيڅ ټيټېدل ونه ليدل شول او د دې ملت دفاع او مقاومت تل د دښمن مخه نيولې ده.

جنرل سلامي تاکيد وکړ، سختۍ وزغمل شوې او د ايران ملت د جهاد او شهادت لار پلې کړه او دا د سعادت او نېکمرغۍ راز دے.

 

ټیګونه