Mar 21, 2021 05:31 Asia/Kabul
  • روحاني د نوروز تمدن د سیمې د هیوادونو مشرانو ته مبارکي ورکړه

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د پیلیدو په مناسبت د نوروزي تمدن د سیمې د هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د پیلیدو په مناسبت د نوروزي تمدن د سیمې د هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.

ولسمشر حسن روحاني پرون د افغانستان، پاکستان، تاجکستان، آذربایجان، ترکمنستان، ارمنستان، قزاقستان، ازبکستان، ترکیې او عراق مشرانو ته په جلاجلا پیغامونو کښې، د کرونا وبا او له امله یې د نړۍ په هیوادونو کښې رامینځته شویو ګڼو اقتصادي او اجتماعي ننګونو ته په اشارې سره هیله وښودله چې په دې نوي کال کښې د هیوادونو ترمینځ له مخکښې نه په زیات تعامل او ملګرتیا او د کرونا ناروغۍ په کنټرولولو سره، نوروز د خلکو لپاره په یوې نوې زمانې بدل شي او د نړۍ ټولو هیوادونو ته ښادي، برکت، سلامتیا، سوکالي او ارامښت ورستون شي.

د ایران د ولسمشر په پیغام کښې هم داشان راغلي دي: هیله لرم چې مونږ انسانان هم لکه د طبیعت په شان د موسم په نوي کیدو سره، په خپل زړه او روح کښې یو تازه پسرلې رامینځته کړو او د سستۍ او لټۍ د دوړو په څنډلو سره د خپلو روح او فکر د تاندوالي او د بدن د سلامتیا اسباب برابر کړو.

 

ټیګونه