Apr 10, 2021 11:49 Asia/Kabul
  • د ايران وسله وال ځواکونه د دښمن له ګواښونوسره مقابلې ته آماده دي

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قوماندان د جنرل علي صياد شيرازي نن د شهادت د کليزې په مناسبت په يو پېغام کښې د دښمنانو له دسيسو او ګواښونو سره د مقابلې لپاره د وسله والو ځواکونو هراړخيز يووالي، پېوستون او چمتوالي باندې تاکيد وکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې جنرل حسېن سلامي په دغه پېغام کښې وويل: د اوري د مياشتې يويشتمه هر کال د منفورو، مزدور او خائنو منافقينو د ترهه ګرې ډلګۍپه جنايت کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د يو مومن،زړۀور، مفتکر او هوښيار قوماندان جنرل علي صياد شيرازي د مظلومانه شهادت ياد راوړونکې ده.

د دغه پېغام په دوام کښې راغلي دي: جنرل علي صياد شيرازي د ايراني شرف او غېرت سېمبول او يو نه ستړے کېدونکے مجاهد دے چې د دغه سرلوړي جرنېل خدمتونه او رول لوبونې هم هغه شان د ملي پائيداره امنيت او اقتدار د پياوړتيا په ساتنه کښې  وسله والو ځواکونو او نويو نسلونو ته  لارښونه کوي او الهام او رڼا ورکوي.

 

ټیګونه