Apr 10, 2021 17:23 Asia/Kabul
  • امريکه او د ايټمي انرجۍ نړيوال اژانس د ايران پوره وړي دي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې د ايټمي انرجۍ نړيوال آژانس د ايران پوره وړے دے وويل، امريکه، اروپائي او صنعتي هېوادونه پکار دے خپل پورونه د ايران ملت ته ادا کړي

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني نن د ايټمي ټېکنالوجۍ د ملي ورځې په مناسبت د يوشمېر ايټمي لاسته راوړنو ګټې ته د سپارلو په مراسمو کښې وويل:د ايټمي انرجۍ نړيوال آژانس، امريکا او اروپا د ايران پوره وړي دي او ستر صنعتي هېوادونه هم پکار دے ايران ته خپل پورونه ادا کړي.

هغه د دې په بيانولو سره چې که لويديځوال صحيح فکر وکړي نود ايران د ايټمي صنعت په اړه د هغوي اندېښنه بې ځايه ده واضحه کړه، که د ايران د اسلامي جمهوريت اهدافو  او هغو اخلاقو اواعقاداتو ته پاملرنه وکړي چې په دې هېواد واکمن دي نو د قاعدې مطابق به دوه حساسيت ونه لري.

هغه وويل، له دې امله چې خپله يې په عامه توګه له دغې ټېکنالوجۍ څخه د نورو مقاصدو لپاره استفاده کړې ده نو ټول د ځان په شان ګڼې او مونږ هم په خپل قطار کښې شمېري او کله کله اندېښنې څرګندوي.

هغه تاکيد وکړ زمونږ ټول ايټمي فعاليتونه صلح ايز  او غېر فوځي دي.

هغه زياته کړه  هم هغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر په ځلونو په دې تاکيد کړے دےچې له اخلاقي او فقهي نظره په بنيادي توګه مخربې او ډل وژونکې وژلې د يوې ټولنې لپاره يوه لويه خطره کېدې شي او دا غلط کار دے او ايران هيڅکله د داسې څيز په تکل کښې نه دے.

روحاني وويل، مونږ د هغه خطرناک  او غلط کار چې امريکنيانو په دويم نړيوال جنګ کښې په جاپان کښې ترسره کړ اثرات نه دي  هېر کړي.

 

ټیګونه